د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند ولايت کې يې د طالبانو پر خلاف پوځي عملياتو کې ۶۰۰ طالبان وژلي دي. دغه څرګندونې د ياد وزارت امنیتي مرستیال سترجنرال عبدالصبور قانع د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وکړې.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سترجنرال عبدالصبور قانع د خبرو پرمهال وویل، په هلمند کې عملیات په بریالیتوب سره روان دي، وسلهوالو طالبانو ماته خوړلې او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړي وويل، ډېرې سیمې يې بېرته نیولي او په دې نښتو کې يې تر اوسه ۶۰۰ طالبان وژلي چې ۶۰ يې مهم قومندانان وو.
په دې خبري ناسته کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وویل، ولایتي ادارې د جګړې پرمهال بېځایه شويو کورنیو سره مرسته کړې او لاهم د هغه کورنیو سروې روانه ده چې له خپلو سیمو وتلي او له ستونزو سره مخ دي.
همداشان د ملي امنیت د لوی ریاست ولایتي مرستیال ډګرجنرال نظرعلي واحدي هم د دې خبرې کنفرانس پرمهال وویل، افغان امنیتي ځواکونه د خپلو ترتیب شويو پلانونو پر بنسټ مخ پر وړاندې ځي او د عملیاتو پرمهال د ملکي مرګژوبلې مخنیوي ته هم ډېر پام کوي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ډګرجنرال ولي محمد احمدزی او امنیې قوماندان خلیل الرحمن جواد وايي، په ناوې او نادعلي ولسوالۍ کې ګڼې پوستې نیول شوي او اوس پهکې امنیتي ځواکونه موجود دي.