Asset 1SWN

هلمند کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ووژل شو

123139763_3411612825542145_424039366077057738_n-oxpq02i2rq0ncp90ll6i10es5zeek03pc5hq3fanpw

 

ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، هلمند کې يې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال وژلی دی.

له یاد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو نظامي مرستيال ملا امان‌الله نومېده چې د «شفیق» په نوم د شبکې رهبري یې کوله.

دفاع وزارت وايي، نوموړی يې ناوې ولسوالۍ کې یوه هوايي برید کې وژل دی.

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي برید کې ۸ نور وسله‌وال طالبان هم وژل شوي.

خبرپاڼه زياتوي، په دې بريد کې يې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

طالبانو تراوسه پورې دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام