هلمند کې د بُست تصدۍ چارواکي وايي چې د ا.ا سرپرست حکومت د بُست دولتي فابریکې لپاره د لس زره ټُنه پنبې یا مالوچو د پېرلو ژمنه کړې ده.

د بُست تصدۍ رییس حافظ عبدالباري ارشا وايي د دې فابریکې تولیدي توکي د خصوصي فابریکو د تولیدي توکو په پرتله لوړکیفیت لري. نوموړی زیاتوي چې دغه فابریکه د څه باندې ۳۰زره ټُنه پنبې/مالوچو د پروسس وړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «وزارت د لس زره ټُنه خامو موادو د پېرلو لپاره بودیجې ته ژمنه راکړې ده. د دې فابریکې مالوچ، غوړي او کنجاره نسبتاً تر شخصي فابریکو ښه مارکېټ او بیه لري، ان خپل د شخصي فابریکو مسوولان زموږ تولیدات پیري.»

د مالوچو یا پنبې په دې ستره فابریکه کې د لومړي ځل لپاره د ممپلیو څخه هم د غوړیو اېستلو پروسس شوی، خو مسوولان وايي چې دا یې لومړی تجربه وه.

دوی زیاتوي، هڅه کوي چې د دې نوې تجربې څخه هم په ښه کیفیت غوړي تولید کړي.

د بُست تصدۍ رییس عبدالباري ارشاد وویل: «تېر کال په ازمایښتي توګه له ممپلیو د غوړیو تولید شوی و، خو دا چې د فابریکې کارکوونکو لومړی ځل دا کار کړی وو، ښايي همدا لامل وو چي غوړي او کُنجاره یې نسبتاً د پندانې غوړیو او کُجارې ته خلکو نه خوښول، خو کېدای شي په راتلونکي کې یې کیفیت ښه شي.»

په ورته مهال د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي چې د بُست دولتي فابریکې تولیدي توکي په ځانګړې توګه د مالوچو له دانې څخه اېستل شوي غوړي، تر واریداتي غوړیو ښه کیفیت لري.

د لښکرګاه اوسېدونکي حمیدالله وویل: «زه د پندانې غوړي وړم، ځکه دا تر هغه نورو غوړیو ارزانه تمامېږي، کیفیت یې هم ښه دی. د بازار غوړي څنګه چي یې لېبل او ډبو ورلیکلي، هغسې نه دي.»

عبدالباقي د بُست فابریکې د غوړو اېستلو د برخې مدیر دی. نوموړی وايي چې د فابریکې ماشینري په بشپړ ډول فعاله شوې او د بودیجې د ستونزو په هوارېدو سره، کولای شي چې کال کې تر ۳۰ زره ټُنه مالوچ پروسس او په ۲۴ ساعتونو کې لس نیم ټُنه غوړي تولید کړي.

نوموړي وویل: «دا فابریکه اوس هم مالوچ، کُنجاړه، لینتر، صابون، خام تېل، د پندانې غوړي او پوستک تولیدوي. د دې فابریکې ماشینري جوړه ده، اوس هم په کال کې له ۲۵تر ۳۰ زره ټُنه پنبه پروسس کولای شي او په ۲۴ ساعته کي لس نیم ټنه غوړي تولیدوي.»

عبدالباقي زیاتوي، که د فابریکې ماشینري کې تخنیکي ستونزه رامنځته شي، د دوی اړوند تخنیکي ورکشاپ يې د جوړولو وړتیا لري. هلمند کې د بُست تصدۍ فابریکه په ۱۳۴۳ کال کې د علیحضرت محمدظاهر شاه په د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې او په ۱۳۹۹ کال کي  په یوه دولتي شرکت بدله شوه.

د بُست تصدي فابریکه د بېلابېلو حکومتونو پرمهال فعاله او له کاره لوېدلې چې اوس اسلامي امارت یو ځل بیا د یادې فابریکې د فعالولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

هلمند کې د بُست تصدۍ فابریکې ترڅنګ اته خصوصي فابریکې هم شته چې د حکومت پاملرنې اړتیا لري او کولای چې د هېواد د اړتیا وړ غوړي چمتو کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام