د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، ټاکل شوې افغانستان هم د ۲۰۲۱ کال تر پایه د کورونا ویروس واکیسن ته لاسرسی پیدا کړي.

د نوموړې په وینا، کله چې د کورونا ویروس په رسمي توګه د نړۍ بازارونو ته وړاندې شي، نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې دغه واکسین به د افغانستان په واک کې هم ورکړي.

هغه کورنټین سخته موضوع بولي او وايي، افغانستان باید یو ځل بیا عمومي کورنټین ته ولاړ نه شي.

جعفري زیاتوي، د کورونا ویروس دویمې څپې په پيلېدو سره پر دغه ویروس د اخته کېدو کچه لوړه شوې او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۲ کسان پر کورونا اخته شوي او ۸ نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله وايي، اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۸ ته رسېدلی دی.

بله‌خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، د یوه ستر ماموریت په چوکاټ کې به په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۲ میلیارډه ډوزه واکسین د نړۍ مخ پر ودې هېوادونو ته واستوي.

د یونیسف د تامیناتو برخې مدیرې اتلوا کاډیلي ویلي، دغه کار د نړۍ د ټولو هېوادونو ارزښتناکې همکارۍ ته اړتیا لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د دغو سترو عملیاتو لپاره د لېږد ظرفیت بسنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخینوي لپاره روغتیايي سپارښتنې عملي او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام