ننګرهار کې د «ختيځ لبنیاتو» فابریکې مسوولان وايي چې هره ورځ له ۳۰۰۰ کیلو کرامه شیدو څخه بېلابېل ډول لبنیات تولیدوي چې له ننګرهار سربېره یې د هېواد نورو ولایتونو هم ته صادروي.

 د دې فابریکې د مسوولانو په وینا، تر ۱۵۰۰ ډېرو مالدارانو څخه شیدې راټولوي چې کوچ، پنیر، شړومبې، مستې، چکه او ځینې نور لبنیات ترې تولیدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فابریکې مسول خالد خان نعمت سلام‌وطندار ته وویل، د تولیدونکو توکو مارکيټ یې پیاوړی شوی، خو وچکالي لامل شوې چې ونه‌شي کولی په کافي اندازه توکي بازار ته وړاندې کړي.

هغه وویل، هره ورځ  ۵زره کیلو شیدو ته اړتیا لري؛ خو د نه ورسېدو له کبله یوازې ۳زره کیلو شیدې پروسس کوي.

نوموړي سلا‌وطندار ته وویل: «موږ اوس هره ورځ ۳زره لیټر شیده راټولو او مختلف قسمه لبنات پیروی، ماسته، چکه او نور توکي ترې جوړوي او بازار ته یې عرضه کوي اوس وخت کې زموږ تقضا زیاته ده تر پنځه زره کلیو پوره ده خو موږ اوس ایله درې زره کلیو پروسس کوو او لامل هم دا دی چې په سیمو کې د بیلابیلو لاملونو له کبله وچکالي تېره شوې ده نو په همدې خاطر زموږ د شیدو تولید راکم شوي دی.»

په دې فابریکه ۷ میلیون ډالره لګښت راغلی، چې اوسمهال په کې تر «۷۰» پورې کسان په کار بوخت دي.

د فابریکې مسول نعمت زیاتوي، که حکومت مالدارانو سره د غواګانو مرستې وکړي او مارکيټ ته د اړتیا مطابق بهرنیو لبناتو ته د وراداتو اجازه ورکړي، نو کولی شي چې لنډ وخت کې تر ډېره د لبنیاتو د مارکيټ تقضا پوره کړي. هغه وویل، تولیدات یې د ننګرهار سربیره نورو ولایتونو کې هم کارول کېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار کرنې ریاست مسوولان وايي، د یادې فابریکې د پرمختګ لپاره یې مالدارانو ته حیواني خوراکه او یو شمېر وسایل ورکړي او هڅه کوي چې اسانتیاوې زیاتې کړي.

د دغه ریاست ویاند اجمل سبحاني سلام‌وطندار ته وویل، هڅه کوي د دغې فابریکې لپاره د شیدو د کموالي ستونزې حل کړي او د لبنیاتو کافي اندازه تولید ولري.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې تولید شوي لبنیات تر بهرنیو هغو غوره بولي خو وايي، د ځان بسیاینې لپاره بنسټيز کار ته اړتیا ده او حکومت دې صنعتکارانو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي سیدانور شاه سلام‌وطندار ته وویل:«زموږ کورني تولیدات ختیځ لنبیات دي، ډېر عالي دي زه خوښ یم، چې موږ خپل تولید لرو خو د دې لپاره چې موږ  ډېر پرمختګ وکړو اساسي کار ته ضرور دی او دا د حکومتونو له ولس پوره ده دوی باید په اوس وخت کې چې اقتصاد ډېر خراب دی له صنعتکارانو سره ډېره مرسته او همکاري وکړي تر څو دوی ډېرې پانګونې ته زړه ښه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې په کور دننه ګڼې فابریکې بېلابېل توکي جوړوي، خو نیوکې دا دي، چې تېر کې افغانستان سره د ډېرو نړیوالو مرستو باوجود، د صنعت پیاوړتیا لپاره کار نه‌دی شوی، نو ځکه خو اوس کورني تولیدات ښه بازار نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام