ناوړه اقتصاد له زده‌کړو د ګڼ شمېر زده‌کوونکو د بې برخې کېدو لامل شوى

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې وویل چې افغانان د خوړو د خوندیتوب له سخت ناورین سره مخ شوي. دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې یوشمېر زده کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځۍ پرېږدي او کارته مخه کړي.

کندوز کې د قره‌قل پوستکي صنعت کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی

د قره‌قل د مېږې یو ډول پوستکی دی، همدا چې د مېږې بچی پیدا شي، ذبحه کېږي او پوستکی یې د قره‌قل صنعت لپاره کارولکېږي. قره‌قل پوستکی افغانستان کې د قره‌قل خولۍ جوړولو لپاره کارول کېږي او هېواد څخه بهر صادرېږي چې پخوا دغه صنعت دافغانستان لویه عایداتي سرچینه وه، خو اوس دغه صنعت مخ په ځوړند روان دی.

افغانستان، پاکستان او ازبکستان د رېل ‌پټلۍ پروژې په اړه غونډه کوي

د افغانستان د رېل پټلۍ د چارو ادارې سلاکار انجنیر میرویس سلام‌وطندار ته وویل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شي. دې ناسته کې به د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو پر کرېدور چې د افغانستان له لارې به نښلول کېږي بحث وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام ننګرهار کې ۴۰۰ مېرمنو ته د خیاطۍ ماشینونه ورکړل

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وایي، دغه مرسته د خوړو نړیوال سازمان لخوا د BFANO ادارې په تخنیکيهمکارۍ شوې ده. حقاني وایي چې دغه مرسته هغو مېرمنو ته ورکړل شوه چې څلور میاشتې د ګلدوزۍ، خیاطۍ، حجاب او د ماشومانو دبسترو د جوړونې په برخو کې ورته روزنه ورکړل شوې وه.

د برښنا شرکت د پورونو په راټولولو کې له امنیتي ادارو د همکارۍ غوښتنه شوې

د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستيال د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې امنيتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې له دولتي ادارو او زورواکو څخه د افغانستان برېښنا شرکت د پورونو راټولو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان بشري ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خوراکي توکو له  کم‌ساري کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی. دغې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو د فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او یو‌شمېر هېوادونو ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دوی له ا.ا غواړي چې ښځو ته د هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه ورکړي.