د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې وویل چې افغانان د خوړو د خوندیتوب له سخت ناورین سره مخ شوي. دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې یوشمېر زده کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځۍ پرېږدي او کارته مخه کړي.
هغه ماشومانو چې ښوونځۍ یې پرېښي سلام وطندار ته وایي، اسلامي امارت دې د ماشومانو اوسني وضیعت ته پاملرنه وکړي څو هغویبېرته خپلو زدهکړو ته راوګرځي.
عبدالشکور چې د ښوونځي زدهکوونکی دی وایي:« زه دې لپاره ښوونځي ته نه ځم چې کار نشته د کورنۍ اقتصادي وضعیت مې ښه نهدی. کور کې خواړه نه لرو.»
بل زده کوونکی رامش هم وايي: « اقتصاد مو خرابه دی، پلار مې ناروغ دی او اوس زه خپله کار کوم. مونږ غواړو چې زده کړې وکړو اومکتب ته لاړ شو.»
په همدې حال کې د خصوصي ښوونځیو مسولان وايي، د ورستیو سیاسي بدلونونو سره ګڼې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخشوي دي. کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر عتیقالله صادقي سلام وطندار ته وویل چې د کورنیو ناوړه اقتصادي وضیعت ددېسبب شوي چې دوی ډېر شمېر زدهکوونکي ښوونځي ته ورنشي.
هغه وایي: « عایدات کم شوی معاشونه پر وخت نه اجرا کېږي او کورنۍ نشي کولی چې د خلپو اولادونو فیسونه ورکړي. همدې امله زمونږډېر شاګردان نه راځي.»
په همدې حال کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د نړیوالو مرستو بندېدل او د پراختیایي پروژو درېدل پر کورنیو هممنفي اغېز کړی او له اقتصادي پلوه يې سختې ځپلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي چې دوی د کورنیو د اقتصادي وضیعت ښه کېدو لپاره په روان کال کې لويي پروژې پیل کړيدي.
پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په څو ځلې په افغانستان کې د بشري او اقتصاديبحرانونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی. په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په اوس وخت کې ۲۳ میلیونه افغانانخوراکي توکو ته اړتیا لري.