د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون غونډه نن د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشري جوړه شوه.

د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستيال د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې امنيتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې له دولتي ادارو او زورواکو څخه د افغانستان برېښنا شرکت د پورونو راټولولو په برخه کې همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، برښنا شرکت ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته او تر هغه وړاندې ډېرو دولتي ادارو او زورواکو د دغه شرکت پورونه نه دي ورکړي چې له امله یې د برښنا چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

اقتصادي کمېسیون همداراز د افغانستان بانک او د دولتي شرکتونو استازیو ته هم دنده سپارلې چې پر دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو د کمولو لپاره یوه منظمه حل لاره چمتو کړي.

همدارنګه کمېسیون د کابینې د ۲۸ مصوبې سره سم ټولو وزارتونو ته دنده سپارلې چې خپلې اقتصادي او پراختیايي پروژې چمتو کړي او د منظورۍ لپاره یې د مشرتابه مقام ته وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د برښنا شرکت اعلان کړی و چې یو‌شمېر صنعت‌کاران، سیاستوال او سوداګر له دغه شرکت څخه شاوخوا ۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړي دي او که چېرته دغه پورونه ورنه کړل شي، برښنا شرکت نشي کولای، د وارداتي برښنا پیسې ورکړي چې له امله به یې وارداتي برښنا پرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام