د برښنا شرکت مسوولان: اوس د هېڅ هېواد پوروړي نه یوو

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (د غبرګولي څوارلسمه، د یکشنبې ورځ) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پورونه پرې کړي او اوس د هېڅ هېواد پوروړی نه‌دی. د دوی په وینا، برښنا شرکت اوس په عادي ډول هره میاشت د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته

د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو نن د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته وکړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري په دې غونډه کې وویل، که څه هم افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه لري او نه هم د کرنې وزارت هڅې یې لپاره بسنه کوي.

د برښنا شرکت د پورونو په راټولولو کې له امنیتي ادارو د همکارۍ غوښتنه شوې

د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستيال د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې امنيتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې له دولتي ادارو او زورواکو څخه د افغانستان برېښنا شرکت د پورونو راټولو په برخه کې همکاري وکړي.

د کابل برښنا په راتلونکي کال کې ۲۴ ساعته کېږي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې د کابل برښنا څلېرویشت ساعته شي.
د برښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزی وايي، له پلخمري تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزو په بشپړېدو سره به چې اوس یې ۶۰ سلنه کارونه مخې ته تللي، د کابل برښنا ۲۴ ساعته شي. د اسلامي امارت مسوولانو تر دې مخکې ویلي وو چې د پخوانیو پوروړو چارواکو جایدادونه به وپلوري.