Asset 1SWN

د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته

MAHSOLAT

د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو نن د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته وکړه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري په دې غونډه کې وویل، که څه هم افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه لري او نه هم د کرنې وزارت هڅې یې لپاره بسنه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه بیا د کرنې برخې د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل: «له امیرالمؤمنین، رییس‌الوزرا او کابینې نه غواړم چې د بل هر څه په پرتله کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ته پام وکړي.»

په همدې حال کې د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل: «له ټولو ادارو نه د بروکراسي پر لرې کولو لګیا یوو. ملي او نړیوالو سوداګرو ته اداري او د جواز اخیستو چارې اسانوو.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا پر سفارتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې د کرنې سکټور کې د پانګونې د جذب او د افغاني کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

بله‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال سیمبریټس چیزاري هم په دې غونډه کې د افغانستان د کرنیز سکټور د پیاوتیا پر ارزښت او ښو محصولاتو پر تولید ټینګار وکړ.

ټاکل شوې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له لارې د کروندګرو د کار پیاوړتیا په موخه له سود پرته هغوی ته په کال کې تر یو میلیون افغانیو پورې ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک سرپرست عبدالقهار ادریس وویل په دې اړه وویل: «د دغه صندوق د مرابحې او وکالې له مخې به کوچنۍ او د منځنۍ کچې پروژې تمویل شي.

د یادونې ده چې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی او تر اوسه یې کروندګرو ته څه باندې ۱۱ میلیارډه افغانۍ پورونه ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام