Asset 1SWN

ای‌پي‌‌اېل کې نن لکناو د ډيلي پر وړاندې لوبه کوي

f4365da4-deab-4503-83de-dfe65106991e

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د دغه لیګ په ۴۸مه لوبه کې ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، اپرېل ۳۰مه د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپايي اېکانا کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لکناو سوپر جاینټز لوبډل چې تراوسه یې دغه لیګ نهه لوبې کړي، پنځه یې ګټلي او څلور یې بایللي نن له ممبی انډیینز کوربه‌توب وکړي.

یاده لوبډله د روان لیګ د سیالیو په جدول کې پنځم ځای لري. ممبی انډیینز بیا د جدول په نهم ځای کې شتون لري.

ممبی انډیینز لوبډلې هم له کړیو نهو لوبو درې ګټلي او پاتې یې بایللې دي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمدنبي هم له دې لوبډلې سره لوبېږي.

بل‌خوا له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبه کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې په شویو وروستیو څلورو لوبو کې درې ځلې لکناو او یو ځل ممبی لوبډلې بریا خپله کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې ډیلي کپېټلز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام