کرنه او مالداري د هلمند تر ټولو مهمه عایداتي سرچینه بلل کېږي، له همدې امله په دغه ولايت کې د شیدو د توليد په موخه د غواګانو د روزنې فارمونه زيات شوي دي.

د دغو فارمونو یوشمېر مالکان وایي، که څه هم دغه فارمونه په ساده او پخواني ډول جوړ شوي، خو په دغو فارمونو کې له ۶۰ تر ۸۰ غواګانې د شیدو د تولید په موخه ساتل کېږي.

هغوی وایي چې د دوی کار ګټور دی او ډېریو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فارمونو یو خاوند محمد‌ولي وایي: « غواګانې ډېرې ګټې لري، کله چې غوا اخلو، څه موده وروسته یونیم برابره ګټه کوي. خلک باید پر خپل کار ونه شرمېږي، دغه حلال او ګټور کار دی.»

جمعه‌خان چې هم د یو فارم له خاوندانو څخه دی وایي: « د یوه ښه غوا بیه له ۱۵۰زره کلدارو څخه شروع کېږي تر ۸۰۰ زره کلدارو پورې. هغه غوا ګانې چې موږ روزنې لپاره یې ورکوو، ۴۰۰زره تر ۴۵۰زره کلدارو پورې ارزښت لري او داسې غواګانې هم شته چې ۶۰۰زره کلدارې ارزښت لري. دغه غواګانې بیا ۶ منه شیدې کوي.»

د هغوی په وینا، که حکومت ورسره همکاري وکړي، هر یو فارم به هره ورځ سل لیتره شیدې بازار ته وړاندې کړي. د هلمند د کرنې ریاست د حیواني روغتیا مدیر ډاکټر ولي‌محمد سلام‌وطندار ته وویل چې د غواګانو د روزنې دولتي فارمونه د تېرو جګړو له امله له منځه تللي، خو په دې وروستیو کې یوشمېر خلک د غواګانو روزنې ته مخه کړې.

هغه زیاتوي چې دغه ریاست کې د غواګانو د روزنې ۷۳ فارمونه ثبت دي او ښایي په بېلابېلو سیمو کې ناثبت شوي فارمونه هم شتون ولري.

هغه وایي: «د غواګانو د روزنې لپاره مو یوه ټولنه جوړه کړې چې د دولت او د فارم د مالکانو ترمنځ د پل په شان دی. د غواګانو د روزنې ۷۳ فارمونه موږ سره ثبت دي او سروې هم تراوسه دوام لري. داسې فارمونه هم په ولسوالیو شته چې نه دي ثبت شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هلمند کې د غواګانو د روزنې فارمونو ترڅنګ، د نورو کورني حیواناتو فارمونه هم د ډېرېدو په حال کې دي.

 


شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام