د کرنې وزارت اړوند د کرنیزو محصولاتو اووه ویشتم خزاني نندارتون نن چهارشنبه د تلې ۲۷مه د «معیارې کرنه، د هېواد د اقتصاد تضمینونکې» په نوم د کابل په بادام باغ کې پرانېستل شو چې د څلور ورځو لپاره به دوام وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري او مالي مرستیال فضل‌باري د یاد نندارتون د جوړېدو موخه د اقتصاد پیاوړتیا، د کرنې برخې وده او له کورنیو او کرنیزو محصولاتو څخه ملاتړ په ګوته کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د یاد نندارتون د جوړېدو موخه له کورنیو تولیداتو او کروندګرو ملاتړ دی. موږ هڅه کوو چې د کروندګرو کرنیزو محصولاتو ته د خرڅلاو زمینه برابره کړو او له ښاریانو هم غواړو چې د کروندګرو د ملاتړ لپاره دې له وطني محصولاتو ملاتړ وکړي.»

په ورته مهال د یاد نندارتون یوې ګډونوالې غنچه‌ګل په هېواد کې د ښځو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، هیله لري چې دغه ډول نندارتونونه به وکولای شي چې د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

نوموړې وویل: «په وروستي یوه کال کې ګڼ‌شمېر مېرمنې وزګاره شوي دي. موږ دې نندارتون ته هیله‌مند یو چې وبه کړای شي، هغه مېرمنې چې په کور کې تولیدات کوي، د بازارموندنې لپاره یې زمینه برابره شي.»

د یاد نندارتون یو بل ګډونوال سیف‌الله نوري وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول به کروندګرو او ښځینه سوداګرو ته د بازارموندنې په برخه کې زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې سږکال د کروندګرو حاصلاتو ته زیان اوښتی او دغه نندارتون به وکولای چې دوی کرنې ته وهڅوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې، کرنیز محصولات په ۲۶۲ غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي چې۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام