Asset 1SWN

پر اوکراین د روسیې برید؛ پنځه کسان وژل شوي او ۳۲ ټپیان دي

111111111111111111111111

اوکراین کې چارواکو وايي چې دوشنبه، اپرېل ۲۹مه د دغه هېواد د تور سمندرګي په اوډیسا بندر کې د سمندري غاړې په یوه مشهور پارک کې پر یوه ښوونیز مرکز د روسیې توغندیز برید لږترلږه پنځه کسان وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

سیمه‌ییز والي اولیه کیپر پر خپل ټیلیګرام لیکلي چې په برید کې د وژل شویو کسانو سربېره یو کس د برید له امله زړه درېدلی او مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل چې د یوه څلور کلن ماشوم په ګډون د اتو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. په ټپیانو کې یو بل ماشوم او یوه امېندواره مېرمن هم شامله ده.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه، اپرېل ۳۰مه راپور ورکړی چې برید کې د حقوقو یوې خصوصي اکاډمي ودانۍ اور اخیستی او ویجاړه شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د راپور له مخې، روسیې په دې وروستیو کې اودیسا تر خپلو بریدونو لاندې راوستی، په ځانګړې توګه د دغه بندر زېربناوې یې په نښه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام