Asset 1SWN

روسیه: د امریکا مرستې به اوکراین کې د لانورو وژنو لامل شي

war-one-y_hpMain_20230221-151418

روسیه وايي چې له اوکراین سره د  امریکا تازه پوځي مرسته به د جګړې لومړۍ کرښه کې وضعیت بدل نه‌کړي.

کرملین نن دوشنبه، د اپرېل ۲۲مه ویلي چې دغه مرستې به د جګړې لوری بدل نه‌کړي، چېرته چې روسیه برلاسې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا کانګرېس د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د ۶۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت اوکراین ته د پوځي مرسته هغه کڅوړه تصویب کړه چې له میاشتو ځنډول شوې وه.

د کرملین ویاند ډیمټري پېسکوف خبریالانو ته ویلي: «د روسیې وسله‌وال پوځ په لومړۍ کرښه کې خپل دریځ پیاوړی کوي او ځانګړې شوې پیسې او وسلې به زموږ د خوځښتونو مخه ونه‌نیسي.»

پېسکوف همداراز زیاته کړې چې «دوی «امریکا او ملاتړي» به یې، اوکراین کې د لا نورو وژنو لامل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي یکشنبه، اپرېل ۲۱مه له امریکا د یادې مرستې د ژر تر ژره د تصویب غوښتنه وکړه او وویل چې دوی په جګړه کې د لري واټن ویشتونکو وسلو او هوايي دفاعي سېسټم ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام