فارین پالیسي بېګاه د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې روسیې له پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اړیکې نیولي او هڅه کوي چې د اوکراین جګړې لپاره یې جذب کړي.

فارین پالیسي په دغه راپور کې له یوشمېر پخوانیو افغان کومانډویانو سره چې په سختو اقتصادي او امنیتي شرایطو کې ژوند کوي، هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې د دغو ځواکونو سخت ژوند د روسیې او اوکراین جګړه کې د هغوی ښکېلتیا ته لاره هواره کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نظامي چارو شنونکی سروري نیازي هم په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «زموږ له امنیتي ځواکونو څخه چې بهر دي، کله داعشیان ګټه اخلي او ځینې هم د روسیې او اوکراین په جګړه کې کارول کېږي. له بده مرغه موږ ونه شوای کړای چې له تجربو یې ګټه واخلو.»

له هغه وروسته چې پخوانی جمهوري اسلامي نظام سقوط شو، لسګونه زره امنیتي او دفاعي ځواکونه بې‌برخلیکه شول. دغه نظامیان چې د جمهوریت له سقوط وروسته په کور دننه او ګاونډویو هېوادونو کې له فشارونو او ګواښونو سره مخ دي، دغه وضعیت یې په پردیو جګړو کې کارېدو ته لاره هواره کړې ده.

یوشمېر نظامي شنونکي باور لري چې د ژوند ناچارۍ، په تېره بې‌وزلۍ هغوی د پردیو خوله کې ورکړي دي. د دوی په وینا، له پخوانیو افغان ځواکونو سره د اسلامي امارت چلن هم لامل شوی چې هغوی له افغانستانه په بهر جګړو کې وکارول شي.

د نظامي چارو شنونکی عبدالواحد طاقت ادعا کوي چې اوس پخواني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اوکراین جګړې په دواړو لوریو کې ګومارل شوي دي.

طاقت ټینګار کوي چې امریکا په دوحه کې د افغان ځواکونو د تیتېدو پر پلان کار وکړ او افغانستان کې د یوه باثباته حکومت نه جوړېدل لامل شول چې دغه ځواکونه د نورو هېوادونو د موخو او ګټو ښکار شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د تېر حکومت د ځواکونو کارېدل یوه تراژيدي وه چې پېښه شوه. که اسلامي امارت دغه ځواکونه ځان سره نیولي وای، دا موضوعات حل کېدل؛ خو داسې یې ونه کړل. نه‌شي کولای او نه غواړي چې جذب یې کړي.»

دا داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته تل هېواد کې د پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د نیول کېدو او ترور خبرونه ورکړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام