د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه. د نوموړي په وینا، ژمن دي چې په دې اړه له خپلو ټولو متحدانو شریکانو سره سلا مشورې وکړي.

لویډ اسټین ټینګار کړی چې امریکا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د يپلوماټیکې حل‌لارې موندلو ته ژمن دی.

امریکا او طالب ډلې نږدې یو کال وړاندې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې امریکا یې باید پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه اېستلي وای، خو د دغه هېواد چارواکي اوس د افغانستان وضعیت نامناسب بولي او په وینا یې، طالبانو پر یادې هوکړې عمل نه دی کړی.

د ناټو سرمنشي پرون د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې وویل چې تر اوسه یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د را اېستلو څرنګوالي په اړه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې د ناټو متحدان د افغانستان ارزوي او د طالب ډلې هر ډول تاوتریخوالی به وضعیت سرچپه کړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په افغانستان، په تېره کابل کې د هدفي وژنو ډېروالی لامل شوی چې د امریکا د کانګرېس ځینې غړي او د بشري حقونو مدافع ډلې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د اېستلو مسلې د ځنډ غوښتنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام