Asset 1SWN

«هغه مهال له افغانستانه وځو چې امنیتي شرایط ښه شي»

4bpmae860cb7d011e9y_800C450-p3193rpkbrjtk8h5j5cc64icsudkc1ziled55djhqs

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د دفاع وزیرانو عمومي ناسته کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه وویل، نړیوال ځواکونه افغانستان ته يوځای راغلي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې له امريکا او خپلو متحدانو سره په ګډه د بهرنيو ځواکونو  د حضور په اړه پرېکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي او که نه.

سټولټنبرګ وویل: «موږ په افغانستان کې د خپل حضور په اړه په ګډه پرېکړه کړې او له دې هېواده وتلو په اړه به هم په ګډه پرېکړه وکړو. اوس پر سلامشورو بوخت يوو.»

د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بهرني ځواکونه به د مې مياشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان ووځي؛ خو د ناټو سرمنشي په دې ناسته کې وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل شرایطو پورې تړلي دي او د ياد سازمان سرتېري به هغه مهال له افغانستانه ووځي کله چې امنیتي شرایط ښه شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ همداراز وايي، که څه هم تمه کېده چې د سولې بين‌الافغاني خبرو پيل سره به د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي؛ خو داسې ونه شو او د طالبانو له لوري تاوتریخوالی ډېر شو. سټولټنبرګ له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کولو لپاره خپل مسوولیتونه سرته ورسوي او ژر تر ژره دې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي.

سټولټنبرګ افغان سولې خبرو ته په اشارې سره وویل چې ناټو د دې پروسې ملاتړ کوي. د ناټو دفاع وزیران نن په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور او يا وتلو په اړه خبرې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام