د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې تلپاتې او دوامداره سوله را نه شي، ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې جوړه شي.

د ناټو سرمنشي وايي، د دغه سازمان له دفاع وزیرانو سره له خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې په دې غونډه کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د را اېستلو یا پاتې کېدو په اړه پرېکړه ونه کړي.

ازاده خبریال لیلما سدید احمدي چې په بروکسېل کې ده، د سټولټنبرګ له قوله وايي چې ناټو به ژر له افغانستانه را ونه وځي. هغې ویلي، که څه هم ناټو نه غواړي تر مناسبې مودې ډېر په افغانستان کې پاتې شي، خو د داسې شرایطو تر را رسېدو پورې به هلته پاتې شي.

د هغې په خبره، د ناټو سرمنشي د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د روزنې او مالي ملاتړ په برخه کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

لیلما سدید سلام‌وطندار ته ویلي، په ناټو کې د امریکا سفارت یوه ډیپلوماټ ویلي چې د بایډن اداره به دا چې طالبانو ورسره پر کړیو ژمنو عمل کړی که نه، په بشپړ ډول به یې وارزوي.

ینس سټولټنبرګ د افغان سولې بهیر ماتېدونکی بولي او وايي، طالبان باید له هوکړې سره سم له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، د تاوتریخوالي کچه کمه او پر ملکیانو بریدونه بس کړي.

د نوموړي په وینا، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه، د بیان ازادي او د ښځو حقونه هغه لاسته راوړنې دي چې په تېرو ۲۰  کلونو کې یې په افغانستان کې ترلاسه کړي او نه غواړي چې له پامه وغورځېږي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ جېمز اسټین هم د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، پر هغو مسایلو باید په ګډه پرېکړه او عمل وکړو چې د ناټو په غونډه کې پرې بحث کېږي.

ناټو او امریکا داسې مهال په افغانستان کې د طالب ډلې له لوري د تاوتریخوالي کموالي غوښتنه کوي چې له تېرو شاوخوا ۵ میاشتو راهیسې په دوحه کې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم پیل شوي، خو ورسره هم‌مهاله جګړې، په تېره هدفي وژنو او ترورونو زور اخیستی دی. افغان حکومت تل د دغو بریدونو او چاودنو مسوولیت د طالب ډلې پر غاړه ور اچولی، خو طالبانو بیا په ځینو مواردو کې دولت ګرم بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام