د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسولان وايي، د زدهکړیالانو د کموالي او بد اقتصادي وضعیت له امله ۵۰ سلنه خصوصي پوهنتونونه سختو شرایطو سره مخ دي او د تړلکېدو په درشل کې دي.
د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې ویاند محمدکریم ناصري د خصوصي پوهنتونونو د زدهکړیالانو په شمېر کې ۶۰سلنه کموالي ته په اشارې سلاموطندار ته وویل، دغه پوهنتونونه هڅه کوي چې د خپلو فعالیتونو د دوام او زدهکړیالانو د ساتلو په موخه خپل فیسونه ۷۰سلنه کم کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «نوی جذب ۶۰سلنه کم شوی، مثلآ که ۱۰۰۰ کسان کانکور ازموینې ته راتلل، څلور او پنځه سلنه کموالی پهکې راغلی، ځینو پوهنتونونو کې حتا له ۲۰ تر ۴۰سلنه زدهکړیالان کم شوي. د پوهنتونونو وضعیت ښه نه دی، که وضعیت همداسې وي، ۵۰سلنه به وتړل شي.»
په ورته وخت کې د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان تېرو دوو کلونو کې د خپلو زدهکړیالانو په شمېر کې د ۶۰سلنه کموالي له امله اندېښمن دي او وايي، د زدهکړیالانو د ساتلو لپاره یې فیسونه ۷۰سلنه کم کړي دي.
د یوه خصوصي پوهنتون مالي مرستیال محمدتمیم صدیقي وویل: «دوو کلونو کې څه باندې ۶۰سلنه د زدهکړیالانو فیسونه کم شوي او زدهکړیالان هم کم شوي دي. پخوا فیس له ۱۵زره پورته و، خو اوس ۶زره دی. زدهکړیالان به اوږدمهال کې دوام ورنهکړل شي خپلو زدهکړو ته.»
په همدې حال کې د یوې بلې خصوصي لوړو زدهکړو موسسې اداري مرستیال عبدالله هاشمي سلاموطندار ته وویل، د دغه وضعیت دوام به خصوصي پوهنتونونه له رکود سره مخ کړي. «تر ۶۰سلنه تخفیف مو ورکړی، پخوا ۲۷زره و، اوس ۱۰زره او ۷۰۰ دی. په ټوله کې مو ۷۰سلنه زدهکړیالان له لاسه ورکړي دي.»
د خصوصي پوهنتونونو مسوولان د نجونو پر زدهکړو بندیز، زدهکړو ته د نارینه محصلانو نهلېوالتیا او د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت د محصلانو د شمېر د کمېدو اصلي لاملونه بولي.
بلخوا د یوشمېر تحصیلي بنسټونو مسوولان وايي، د محصلانو او فیسونو کمښت د دې لامل شوی چې د پوهنتونونو یوشمېر استادان هم د معاشونو په ورکړه کې د ځنډ له امله خپلې دندې پریږدي.
د یوه خصوصي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال امان الله شمس وویل: «فیس مو ۱۸زره افغانۍ وو، تر ۴۰سلنه تخفیف پهکې راغلی، اوس تر ۲۰۰ زدهکړیالان لرو. استادان هم زړهتوري شوي او له هېواده بهر یا هم نورو کارونو پسې تللي دي د فیسونو او معاشونوځنډ له امله.»
د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسوولان زیاتوي چې ځینو ولایتونو کې هم خصوصي پوهنتونونه له رکود سره مخ دي او په ځینو دغو پوهنتونونو کې له ۲۰ تر ۴۰ پورې محصلان شتون لري.