د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره امریکا ته د خپل سفر په تړاو جزییات شریک کړل. عبدالله وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي حضور په پای ته رسېدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی فصل پرانیستل کېږي. د نوموړي په وینا، امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو دغه مرستې به په مشروط ډول وي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس زیاته کړه، له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ، د ترلاسه شویو لاسته راوړنو خوندیتوب او د سیاسي اجماع رامنځ ته کېدل، هغه څه دي چې له مخې به یې امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالله وايي چې امریکا ۳.۳ میلیارده ډالره امنیتي ځواکونو او ۳۵۰ میلیونه ډالره بشري مرسته له افغانستان سره اعلان کړې ده.

 هغه وویل: «عین حال کې په کوم څه چې هغوی هم ټینګار درلود دا وو چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو او لاسته راوړنو څخه په ملاتړ کې ملي اجماع رامنځ ته شي او دا کولای شي، زمونږ د مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي او مونږ وکولای شو، نور مرستو ته وهڅوو. ښه ځینې وخت افغانستان تېرو وختونو سره مقایسه کوي چې متاسفانه هغه وخت کې نړیوالو افغانستان خوشې کړی وو او کورني شرایط هم ډېر ستونزمن وو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادولو ده چې د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري افغان لوړپوړي پلاوي د امریکا له ولسمشر جو بایډن او یوشمېر نورو امریکايي چارواکو سره په واشنګټن کې لیدنې وکړې. افغان حکومت دغه دوه ورځینی سفر له لاسته راوړنو ډک بولي خو یو شمیر سیاسي کارپوهان یې بې اغیزې بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام