د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالي اوسېدونکي وایي، وروسته له هغې چې طالبانو دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوسته، اوس یې د دغې سیمې پر خلکو نوي بندیزونه لګولي او عملي کول یې اجباري کړي دي.

د دغې ولسوالي اوسېدونکي وایي، طالبانو په دغه سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو جامې اغوستل، د ږېرې خرېل، د ښځینه توکو پېرل او د معلوماتي رازونو د نه افشا له امله د ګرځنده ټیلیفونونو پرکارولو هم بندیز لګولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

 د دوی په وینا، طالبان اوس‌مهال د غونډو او د جوماتونو د لوډ سپيکرونو له لارې خلک جهاد ته رابلي او ماشومان  خپلو لیکو کې د سرتېرو په توګه پر دندو ګوماري.

په جوزجان کې مدني فعال روح‌الله غفوري وایي، طالبان په دغه ولسوالي کې هر ډول بندیزونه لګوي او دغه ډله پر خپلو دغو کړنو سره غواړي افغانستان یوې بلې تورې دورې ته بوځي.

بل‌خوا د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وایي چې طالبانو په دغه ولسوالي کې د خلکو پر وړاندې نوي بندیزونه وضع کړي او د جبري ودونو په اړه هم د دغه ولایت د اقچې ولسوالي له طالبانو سره یو شان فکر لري.

د جوزجان محلي مسوولان وایي، طالبان په دغه ولایت کې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې بندیزونه په اجباري توګه پلي کوي.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه وایي، د ږېرې خرېیل، له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ او نورو مواردو چې د بشر ازادي او حقونه پکې له منځه ځي، د طالبانو له لوري پرې بندیزونه لګېدلي دي.



 د جوزجان د والي مرستیال په خبره، د دغه ولایت اوسېدونکي د طالبانو له لوري له لګول شویو بندیزونو پوځې ته راغلي او په وینا یې چې د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.

بل‌خوا د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په جوزجان ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دغې ډلې له لوري د نویو بندیزونو د لګېدو خبرونه درواغ دي او طالبان د چا شخصي کار کې مداخله نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام