په تخار ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د دغه ولایت د ۱۶ولسوالیو له نیولو وروسته نن په کابل کې د دغه ولایت ځوانانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال وویل چې دغه ولایت کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه رابلل شوې اعتراضیه غونډه کې د تخار ولایت مدني فعال سید جمیل کوثري وویل چې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو اوسېدونکي د ژوند له اسانتیاوو بې برخې دي او ټولې سیمې د طالبانو له لوري کلابندې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې تخار ته د ورغلو لارو  څخه دې د یوې لارې امنیت خوندي کړي، څو د تالقان ښار د سقوط پر مهال د دغه ولایت اوسېدونکي وکولای شي له دغه ښار څخه ووځي.

په ورته مهال کوثري وویل چې د ولسوالیو د سقوط سترلامل خپله حکومت دی، ځکه په وینایې، د حکومت د ناسم مدیریت له امله ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې او لا هم ځواکونه ناسم مدیریت کېږي او دغه ځواکونه د تالقان ښار په یوه پوځي مرکز کې دېره دي او څوک نشته چې مدیریت او رهبري یې پر غاړه واخلي.

په همدې حال کې کوثري زیاته کړه چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر خلکو ظلم کوي او ان نجونې په زور په نکاح کوي. هغه وویل: «ژوند دومره محدود دی چې څوک نشي کولای ساه واخلي، په ځانګړې توګه میرمنې د خلکو لوڼې په زور نکاح کوي ان خلکوته یې ګواښ کړی په هر کور کې چې دوې یا درې نجونې وي، یوه یې باید طالب ته په نکاح شي.»

ومو غوښتل چې په تخار ولایت کې د طالبانو له لوري په زوره د نجونو د نکاح په اړه د طالب ډلې د ویاند نظر هم له ځان سر ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شو. له دې وړاندې دغې ډلې په زوره د نجونو د نکاح په اړه ادعاوې رد کړي دي.


تخار؛ طالبانو د احمدشاه مسعود په مرکز کې د هغه تصویر ټوټه کړی

په تېره یو شپه او ورځ کې طالبانو د تخار شپږ ولسوالۍ نیولي

تخار کې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې


دغه راز کابل مېشتو تخاري ځوانانو او مدني فعالانو د دغې اعتراضیه غونډې پر مهال وویل چې د حکومت له لوري د تخار ولایت لپاره ۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې د دغه ولایت د وکیلانو جېبونو ته تللي او فساد پکې شوی دی.

په همدې حال کې دغو مدني فعالانو په یوه پرېکړه لیک له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د تخار ولایت د ۱۶ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دغه ولایت کې دې په کار پوه او وړ کسان دې پر دندو وګوماري.

دغه اعتراضیه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د تخار ولایت ټولې ۱۶ ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوي او اوس د دغه ولایت مرکز تالقان ښار د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام