افغان ولسمشر محمداشرف غني وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې هر راز مقابلې ته چمتو دی. ولسمشر غني دغه څرګندونې د امریکا له پي بي اس ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.

ولسمشر غني په دې مرکه کې ویلي چې  افغانستان لا هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی، خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، حکومت دې ته اماده دی چې د وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې ودرېږي. نوموړي په دې مرکه کې له طالبانو  وغوښتل چې د افغانانو لاسته راوړنو او ارزښتونو ته درناوی ولري.

د سلام‌ونطدار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې وسله‌والو طالبانو ویلي وو، تر هغو چې ولسمشر غني استعفا ور نه کړي د سولې خبرې به پایله ونه لري. ولسمشر غني وایي چې طالبان په خپلو دې ډول غوښتنو سره غواړي چې وخت بې‌ځایه تېر کړي او د دې پر ځای چې د روان کړکېچ  لپاره په یوې حل لارې تمرکز وکړي د یوه کس د استعفا غوښتنې وړاندې کوي.

 ولسمشر غني همداراز وایي چې د «سراعلې قومندان« په توګه یې دا مسوولیت دی څو د افغانستان له خلکو او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي او دوی یوازې پرې نه ږدي. ولسمشر غني په داسې حال کې د وسله‌والو طالبانو  د تاوتریخوالي پر وړاندې د حکومت د  ودرېدو خبره کوي چې د روانې میلادي میاشتې له پیل څخه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو له لوري بریدونو زور اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام