د ټول هېواد په کچه د امنیتي وضعیت د خرابېدو او یو پر بل پسې د ولسوالیو د سقوط په دوام، په تېرو۲۴ ساعتونو کې په تخار ولایت کې ۶ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. په تخار کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، چال، هزارسموچ، ینګي‌قلعه، خواجه غار، دشت‌قلعه او نمک‌آب ولسوالۍ د دولت له کنټرول څخه وتلي او د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وویل، د دغو ولسوالیو د سقوط ترڅنګ د ولایت په مرکز کې جګړه په شدت سره روانه ده.

هغه وویل: «څنګه چې تاسو خپله وینئ، تخار کې جګړه روانه ده. تراوسه ۷ ولسوالۍ سقوط شوي. جګړه د تالقانو ښار ته رسېدلې او خلک ډېر په وېره کې دي، داسې کوم اقدام چې د خلکو مورال لوړ شي، د دولت له خوا نه دی شوی. دغه وضعیت د خلکو پر روحیې منفي اغېز کوي. په ټوله کې ویلی شو، چې جګړه د تالقانو ښار دروازې ته رسېدلې.»

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تخار د نمک‌اب ولسوالي امنیه قومندان ملا ظاهر هم طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی. د طالبانو  یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دغه ولسوالي له ټولو پوځي مهماتو سره  د دوی جنګیالیو نیولې ده.

د تخار اوسېدونکي د ولسوالیو سقوط څخه اندېښنه ښيي او وايي، سره له دې چې د تخار څو مهمې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي، پاتې نورې ولسوالۍ هم د طالبانو د کلابندۍ له ګواښ سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکوي، که حکومت اقدام ونه کړي دغه ولایت به په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېږي. د تخار ولایت اوسېدونکی صدام حسین بشاش وایي، له څو ورځو راهیسې د دغه ولایت ولسوالۍ پرله‌پسې د طالبانو لاس ته لوېږي او نن دشت‌قلعه او خواجه‌غار هم د طالبانو لاس ته ورغلي. نوموړی پر حکومت نیوکه کوي چې تراوسه یې د دغه ولایت د ولسواليو د سقوط په اړه کوم اقدام نه دی کړی.



په همدې حال کې د رپوټونو پر اساس، سمنګان ولایت کې د دره‌صوف بالا، بلخ کې چهاربولک، فاریاب کې کوهستان، جوزجان کې خانقا او کندوز ولایت کې دشت‌ارچي ولسوالۍ هم پرته له نښتو د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دغې ډلې ادعا کړې چې د ولسوالیو د نیولو پر مهال یې د امنیتي ځواکونو ګڼ‌شمېر مهمات هم ترلاسه کړي دي.

بل‌خوا د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وایي، د ولسوالۍ مرکز له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوی او امنیتي ځواکونو شاه تګ کړی دی. د هغه په وینا، یو‌شمېر سیمو ته طالبانو ورغلي او امنیتي ځواکونو هلته د سمبالېدو په حال کې دي او ښايي جګړه رامنځ ته شي.

ومو غوښتل رپوټ کې د ولسوالیو سقوط په اړه د دفاع وزارت نظر هم ولرو، خو د دغه وزارت ویاندویانو د سلام‌وطندار اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام