Asset 1SWN

 غني: طالبان بين‌الافغاني خبرو کې د شريعت پر ځای د امريکا هوکړه غوره ګڼي

Ghani-1-oxmkcwwmjzj8wdvr2nwf0wep6i6n61hz6t9wq7ajro

 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې بين‌الافغاني خبرې دې د قران او اسلامي شريعت پر بنسټ وي. نوموړی وايي، طالبان ادعا کوي چې کلونه يې دين لپاره مبارزه کړې؛ خو د سولې خبرې له امريکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ کوي.

ولسمشر چې «نن پنجشنبه د لړم ۸مه» د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې ورځې په مناسبت نمانځغونډه کې وينا کوله، له طالبانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې په بين‌الافغاني خبرو کې د قران او اسلامي شريعت پر بنسټ خبرې وکړي او همداراز د افغانستان له ديني عالمانو سره خبرې وکړي.

جمهور رييس وايي، هغه څه چې د سولې له لارې ترسره کېږي، هغه د جنګ له لارې نه کېږي.

نوموړي طالبان د جوماتونو او مدرسو پر ورانولو تورن کړل او ټينګار کوي چې هر هغه څوک چې فکر کوي دا ملت به وپاشي، ناکامېږي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې زياته کړه، د نظام ماهيت اسلامي دی او امنيتي او دفاعي ځواکونه د اسلامي قوانينو او باورونو پر بنسټ عمل کوي.

شاوخوا یوه نيمه میاشت کېږی د طالبانو او افغان دولت پلاوو دوحه کې خبرې پیل کړي؛ خو تراوسه د خبرو لپاره پر کړنلاره هوکړه نه ده شوې او پر ځینو مواردو اختلاف شته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام