Asset 1SWN

قطر ته د ولسمشر سفر؛ طالبان: له غني سره د لیدو پلان نه لرو

120928174_3335849426491276_3693692207764620302_o

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه‌ لوړپوړي پلاوي په مشري په دوه‌ ورځني سفر کویټ او قطر ته ولاړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر او ورسره مل پلاوی د کویټ مخکېني امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د فاتحې په مراسمو کې له ګډون او د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ شریکولو وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.

خو په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی عبدالحق وثیق سلام‌وطندار ته ویلي چې ولسمشر غني سره د لیدو کوم پلان نه لري. هغه وايي: «قطر ته د ښاغلي غني له سفر نه به پوه شي چې دولت څه پلان لري.»

ولسمشر غني به په دوحه کې د قطر له امیر شیخ تمیم حمد بن ال ثاني، د دغه هېواد له لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او له طالبانو سره د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره وګوري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر به په بېلابېلو برخو کې د قطر له چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې وکړي او ترڅنګ به یې د دوحې په انسټېټیوټ کې چې ډیپلوماټان، استادان، پوهان او محصلان به په‌کې ګډون ولري، وینا هم وکړي.

قطر ته د ولسمشر سفر داسې مهال دی چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له پیل نه نږدې یوه میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د دواړو لوریو مرکچیانو د تماس ډلې نه دي توانېدلي چې په طرزالعمل کې د ځینو موضوعاتو پر سر شته اختلافونه حل او له مخې یې د سولې مخامخ خبرې اترې پیل شي.

دغه راز له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو لوریو د تماس ډلو غونډې هم درېدلي او د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مرکچیانو ترمنځ د شته اختلافونو د حلولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس محمدشاکر کارګر، د چارو ادارې رییس فضل‌محمود فضلي، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عباس بصیر، د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي، د اقتصاد وزارت سرپرسته کریمه حامد فاریابي، د رسنیو ځینې مسوولان او خبریالان، د ولسي جرګې غړی اجمل رحماني، د مشرانو جرګې غړی عبدالطیف نهضت‌یار او په کویټ او قطر کې د افغانستان سفیران ملتیا کوي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام