Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو او حماس ترمنځ څلورورځنی اوربند پیل شو

2023-11-24T062105Z_1956148846_RC2IJ4A931BV_RTRMADP_3_ISRAEL-PALESTINIANS-TRUCE-1700807055

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ له نږدې اوو اوونیو نښتو وروسته، نن د دواړو ترمنځ څلورورځنی اوربند پیل شو. د الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی چې دغه اوربند نن (د نومبر څلېرویشتمه، د جمعې ورځ) سهار اووه بجې پیل شوی دی.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، له اوربند راهیسې د دواړو له لوریو د هېڅ ډول بمبار، توپچي او توغندیزو بریدونو راپور نه‌دی ورکړل شوی. راپور کاږي چې ټاکل شوې د دغه اوربند پر مهال ۱۵۰ یرغمل شوي فلسطینیان چې د اسراییلو په بندخونو کې دي او همدارنګه ۵۰ یرغمل شوي اسراییلیان خوشې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپور کې زیاته شوې چې ټاکل شوې ۳۹ یرغمل شوي فلسطینیان او ۱۳ اسراییلیان نن له غرمې وروسته خوشې شي.

د هوکړې پر بنسټ، د خوراکي توکو، اوبو او درملو بیړنیو مرستو ته به اجازه ورکړل شي چې د غزې تړانګې ته ولېږدول شي او تر څنګ به یې بوډۍ مېرمنې او له ۱۹ کلونو کم‌عمره ماشومان هم نن د مازدیګر څلور بجې خوشې شي.

د مصر دولت اعلان کړی چې د څلورورځني اوربند پر مهال به د ورځې ۱۳۰ زره لېټره ډیزل تېل، څلور ټانکره ګاز او ۲۰۰ ټېلره بشري مرستې غزې ته ورسېږي. د رفع دروازې له لارې د سوندتوکو او ګازو د لېږد رالېږد کتارونو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د قطر دولت به د دغه اوربند د احتمالي ماتولو مخنیوي په موخه وضعیت له نږدې څاري. دغه اوربند داسې مهال شوی چې اسراییلي ځواکونو د غزې ښار چې ۲،۳ میلیونه فلسطینیان په‌کې اوسېږي، کلابند کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فلسطین د چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییلو د برید له پیل راهیسې ۱۴۱۰۰ کسان چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي، وژل شوي او زرګونه نور هم ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې اعلان کړی و چې شاوخوا ۱،۷ میلیونه فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. همدارنګه، پر اسراییلو د حماس په برید کې هم ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام