Asset 1SWN

پر الشفا روغتون د اسراییلو برید راهیسې ۲۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

343643F-highres-1699645309

د فلسطین روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د غزې د الشفا روغتون کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د برښنا نشتون او اسراییلي ځواکونو چاپو له امله ۲۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن شنبه د نومبر ۱۸مه د یاد روغتون د رییس محمدابو سلمیا له قوله راپور ورکړی چې ۲۲ ناروغان یوازې په یوه شپه کې مړه شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې راهیسې یاد روغتیايي مرکز د اسراییلي ځواکونو له‌خوا کلابند شوی او روغتون ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې دي.

روغتون کې د برښنا نشتون له کبله ټولې حیاتي چارې په ټپه درېدلې دي. اسراییل ادعا کوي چې د یاد روغتون لاندې د حماس ډلې غړي پټ ځایونه لري او له دې ځایه د تونلونو له لارې پر اسراییلي ځواکونو بریدونه کوي.

خو حماس ډلې او د الشفا روغتون چارواکي بیا اسراییلو دغه ادعا بې‌بنسټه بللې او رد کړې یې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې پر الشفا روغتون د اسراییلو برید د یاد روغتون ډېری تاسیسات ویجاړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام