سرپناه او پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی؛ یو‌شمېر راستانه شوي کډوال پر ناروغیو اخته شوي

له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستلو سره هم‌مهاله، د کندهار د سپين‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې يوشمېر راستانه شوي کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

د زده‌کړو اتل؛ ۶۰کلن غلام‌حضرت له پکتیا پوهنتون د فراغت سند ترلاسه کړ

۶۰کلن غلام‌حضرت د پکتیا پوهنتون تر ټولو لوړ عمرلرونکی زده‌کړیال دی چې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پښتو ادبیاتو څانګې څخه یې خپل د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د پوهنتون څلور کلنه دوره کې یې ډېرې سختې وګاللې، خو په وینا یې، هېڅ‌کله یې له زده‌کړو زړه نه‌دی تور شوی.

لاریون‌کوونکي: د چمن-سپین‌بولدک پر لاره په پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړه نه‌منو

د بلوچستان چمن کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د چمن-سپین‌بولدک پر لاره په پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض کوونکو لاریون ۲۷ ورځې ته وغځېد.

لاریون کوونکي له پاکستان حکومت غواړي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د چمن-سپین‌بولدک پر لاره هغه پرېکړه بېرته واخلي چې له مخې به یې پر دې لاره خلک په پاسپورټ تګ‌راتګ کولای شي.

د کابل-کندهار پر لویه لاره ۱۷۵۶ پُلونه او پُل‌چکونه جوړېږي

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۱۷۵۶ پُلونو او پل‌چکونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د یاد وزارت سرپرست محمدعیسي ثاني دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي. د ثاني په وینا، د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د «۷۷ په نوم کمپنۍ» له لوري په وړیا توګه جوړ شوی دی.

هند کې د نړېدلي تونل له امله د ایسارو کارګرو د ژغورنې هڅې روانې دي

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په اوتراګنډ ایالت کې په یوه نړېدلي تونل کې د ایسارو شاوخوا ۴۱ کارګرو د ژغورنې هڅې روانې دي.

دغه کارګر له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تونل د یوه برخې د نړېدو له کبله دننه ایسار پاتې دي. چارواکي وايي، ایسار ټول کارګر خوندي دي.

سوېلي کوریا دغه هېواد کې د «سپي» غوښې پر خوړلو بندیز لګوي

که څه هم په سوېلي کوریا کې د «سپي» غوښه خوړل یو پخوانی دود دی، خو اوس د دغه هېواد واګمن ګوند وايي چې پر خوړو بندیز لګوي.

سوېلي کوریا په کور دننه او له هېواده بهر حیواناتو سره د ظلم له امله تر نیوکو لاندې ده. د واکمن ګوند یوه مشر یو‌اوی دونګ ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې دغه هېواد د سپي غوښې خوړلو په اړه جنجالونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

هلمند کې یوه درې کلنه نجلۍ د اوبو ژورې څاه ته لوېدلې

د هلمند د مارجې ولسوالي د سستاني کمزو سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې یاده سیمه کې د اوبو یوې ژورې څاه ته درې کلنه نجلۍ لوېدلې ده.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي نیاز محمد ارشاد سلام‌وطندار ته وویل چې دغه نجلۍ پرون جمعه د لړم ۲۶مه دې څاه ته لوېدلې.