Asset 1SWN

لوګر کې د «موی‌تای» ورزشي سیالۍ ترسره شوې

IMG-20231118-WA0014

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو شاوخوا ۴۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د «موی‌تای» سیالۍ وشوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سیالۍ جمعه «لړم۲۶» په محمداغې ولسوالي کې د «موی‌تای» لسګونه پياوړو لوبغاړو په ګډون کې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مزمل زیاته کړه چې د یادو سیالیو جوړېدو څخه یې موخه د موی‌تای ورزش د لوبغاړو ترمنځ یوالی، موتای ورزش ته وده ورکول، له نشه‌يي توکو سره مبارزه او د ورزش‌کارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځه کول دي.

د نوموړي په وینا، د موی‌تای ورزشي سالیو په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکو لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د موتای سیالیو لوبغاړو او مینوالو سلام‌وطندار ته وویل، د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت ته په‌کار ده چې ورته سیالي نورو ولسوالیو او سیمو ته هم وغځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام