Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د یوه کال پر مهال ۲۵زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

صصصصصصص

 په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولان وای چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېر یوه کال پر مهال ۲۵زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې ده.

د یاد کمېسیون یوه غړي شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته وویل چې تازه یې د لوګر محمداغې ولسوالي په «ناظر» کلي کې شاوخوا ۴۰۰ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه له غصب راګرځولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، د لوګر د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له تېر یوه کال راهیسې فعالیت پیل کړی او د مرکز پل‌علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې په چټکۍ د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی کوي.

نوموړی وايي، تر اوسه یې په بره‌کي برک، محمداغې، څرخ ولسوالیو او مرکز پل‌علم کې شاوخوا ۲۵‌زر جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو څخه خلاصه کړې.

همراز زیاتوي چې د راګرځول شوې ځمکې د غصب په تور لسګونه کسان هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، خو له یادو کسانو د تضمین له اخیستلو وروسته بېرته ازاد شوي دي.

د لوګر اوسېدونکي هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون کارونه ستايي، خو یو‌شمېر نور یې بیا وایي چې دغه کمېسیون باید په مرکز پل‌علم کې هغه سیمې هم له غصبه خلاصې کړي چې د تېر جمهوریت پر مهال یوشمېر لوړپوړو دولتي مسوولانو او د خلکو استازو غصب کړې او ودانۍ یې پرې جوړې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون غړیو چې مشري یې د عدلیې وزارت سرپرست کوله دغه ولایت ته د سفر پر مهال ویلي و، هېواد کې ۱.۱ میلیونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې او تراوسه شاوخوا ۱۳میلیونه جریبه دولتي ځمکه سېسټم کې ثبت ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام