Asset 1SWN

هېواد کې څه باندې یو میلیون جریب دولتي ځمکې له غصب راګرځول شوي

0d726ea1-c2d0-45a5-b699-e8fcb5b0d877

د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون غړیو لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د بېرته راګرځېدو په تړاو غونډه وکړه.

جوړې شوې غونډې ته د عدليې وزیر عبدالحکم شرعي وویل، سرپرست ژمن دی چې هېواد کې د دولتي ځمکو غصب مخه ونیسي او د اداري فساد پرضد جدي مبارزه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې په ټولو ولایتونو کې د غصب مخنیوي کمېټې جوړې شوي او په چټکي سره کار کوي چې غصب شوې دولتی ځمکې تثبیت او له غصب څخه یې راوګرځوي. هغه دغه‌راز زیاته کړه، که هر څوک په هر نوم دولتي ځمکه غصب کړي، قانون ته به یې وسپاري.

دې غونډې ته د سرپرست د قضایاوو رییس احسان الله وثیق وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په تېر یوه کال کې په ټول هیواد کې یو میلیون او ۱۰۰زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې او شاوخوا ۱۳ میلیونه جریبه دولتي ځمکه د حکومتي ځمکو په نوم ثبت شوې ده.

د نوموړي په وینا، لوګر کې ۲۵زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې او ۱۳۸زره جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې ده.

بلخوا د لوګر والي ضیاالرحمن مدني دې غونډې ته وویل، یاد ولایت کې د تېر حکومت پرمهال بې‌شمېره دولتي ځمکې غصب شوي دي. هغه ټينګار وکړ چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون سره په  ګډه به دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر والي زیاته کړه چې په مرکز پل‌علم کې د تېر حکومت پر مهال ډېری د هستوګنې نمرې په غیرې عادلانه توګه وېشل شوي او اړتیا شته چې په دې برخه کې هم څېړنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام