پکتیا کې مېشت یوازینی افغان سېک وايي چې هېواد کې د وروستیو جګړو پرمهال یې کورونه او عبادت‌ځایونه ویجاړ شوي او هغه چې پاتي، زورواکي ترې نیولي دي.

د پکتیا اوسېدونکی جیګمون‌سینګ چې له تېرو اتو کلونو دغه ولایت کې اوسېږي، وايي، د وروستیو کلونو پرمهال د ناامنیو او د زورواکو له لوري د دوی د ځمکو د غصب له کبله ګڼ‌شمېر افغان سېکان نورو ولایتونو او یو‌شمېر بیا له هېواده بهر ګډه کولو ته اړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

جیګمون‌سینګ زیاتوي چې پخوا دغه ولایت کې تر ۵۰۰ سیکانو ژوند کاوه. نوموړی همداراز وايي، د ګردېز زاړه ښار کې ورته یوازې د څو مترو په اندازه ځمکه پاتې چې په وینا یې، ژوند کول په‌کې ستونزمن دی.

نوموړي وویل:«موږ په ګردېز کې ټول ۵۰۰ کورنۍ اوسېدو له انقلاب نه مخکې، خو چې کله دلته جنګونه زیات شول، ځینې یې غزني ته لاړل، ځینې کابل او ځینې نور یې هند ته لاړل. هیڅ شی هم نه‌لرو. په زوړ بازار کې درې، درې مټره ځای هم نه دی راپاتې، هغه هم د ځینو خلکو پاتې او د ځینو غصب شوي.»

جیګمون‌سینګ سلام وطندار ته ویلي چې ټول مذهبي ځایونه او د اوسېدو کورونه یې د جګړو له امله ویجاړ شوي، خو زیاتوي چې حکومت دې باید ورته بېرته ورغوي.

هغه وویل: «هندو سوزان مو ړنګ شوی، درمسالونه مو ټول ړنګ شوي. دلته مو یو مندر و، هغه هم ړنګ شوی، خو اوس غواړو خپل مندر او ګوردوارې هم جوړې کړو. خیر که دولت ځمکې نه راکوي، خو موږ هم د دې وطن اتباع یو په رغولو کې دې مرسته وکړي. له ډېری خلکو سره د ځمکو، مالي او خوراکي مرستې وشوې، خو زموږ سره هېڅ مرستې نه دي شوي.»

جېګمون‌‌سینګ ټينګار وکړ چې له هېواده بهر تللي افغان سېکان غواړي بېرته هېواد ته راستانه شي، خو که حکومت ورته دغه ولایت کې د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره ځانګړی ځای ورکړي.

نوموړي وویل: «هو زما خپله کورنۍ، پلار مې وروڼه مې او ماماګان مې دي، ګردېز کې ټول ۵۰۰ کورنۍ وو، هر وخت تماس سره نیسو، هغوی وایي، که زمینه برابره شي او دولت ځمکه راکړي بېرته راځو.»

جیګمون‌سینګ وایي له خپل ژوند خوښ دی او پکتیا کې مذهبي ازادي هم لري. نوموړی زیاتوي چې هېڅ‌کله به خپل وطن پرې نه‌ږدي او په وینا یې، د ژوند تر پایه به خپل وطن کې پاتې کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نایید شویو معلوماتو له مخې، د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ پرمهال د پکتیا مرکز ګردېز کې شاوخوا ۸۱ سېک کورنۍ اوسېدې چې د دغه ولایت پېژندپانې یې هم درلودلې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام