د تخار په خواجه‌ بهاالدین ولسوالي کې باوري سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، دې ولسوالي ته له پاکستانه بېرته راغلو کورنیو له دوو ورځو راهیسې په «شورتوغي» او «ګلبهار» سیمو کې خلک له کورونو وباسي او تراوسه یې له «ګلبهار» سیمې نه له ۵۰ ډېرې کورنۍ اېستلې دي.

د سرچینو په وینا، بېرته را ستنو شویو کورنیو د سه‌شنبې په مازدیګر د ا.ا ځواکونو په مرسته غوښتل چې له «شورتوغي» سیمې هم یوشمېر کورنۍ وباسي، خو د هغوی له غبرګون سره مخ شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې زیاتوي چې بېرته را ستنو شویو کډوالو او د ا.ا ځواکونو لومړی یوشمېر کسان ډبولي او بیا یې پرې ډزې کړي چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په یادو مېنو کې مېشتو کسانو له ډزو وروسته د بېل او کُلنګ په وسیله هغوی له سیمې اېستلي دي.

سرچینې وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې سلګونه کورنۍ چې کوچیان او له پاکستانه بېرته را ستنې شوې کورنۍ په‌کې شاملې دي، خواجه بهاالدین ولسوالي ته ورغلي او په وینا یې، یادو سیمو کې یې کورونه او ځمکې غصب شوې دي. خو په دغو مېنو کې مېشت کسان بیا دا ادعاوې نه مني.

د تخار مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د دې لانجې په اړه به څېړنې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام