داوود د فاریاب ولایت اوسېدونکی چې څو کاله کېږي د پورته کېدو او کار کولو لپاره هوسېږي، خو ماته ملا یې هغه سره یاري نه کوي.

هغه چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره څو ځله د نامنظمې کډوالۍ سختې لارې غوره کړې؛ خو اوس نورو ته اړمن دی.

داوود سلام‌وطندار سره خبرو کې پر هغه د سختیو تېرېدو کیسه کوي او وايي، څو ځله چې په قاچاقي لارو ایران ته تللی، یوازینی کار چې یې دغه موده کې زده‌کړی، ګاډربندي دی.

هغه وايي، وروستی ځل چې ایران ته لاړ، لس کاله مخکې و؛ خو وروستی ځل ناقانونه کډوالۍ یې ژوند ور بدل او نورو ته اړ کړ.

د داوود په څېره کې غم، درد او بې‌وزلۍ په ښکاره لیدل کېږي، دغه نښې د هغه د ملا درد نه  چې د کار کولو پرمهال یوې څو پوړیزې ودانۍ نه د لوېدو پرمهال ماته شوې، سرچينه اخلي.

نوموړی وايي، د ملا د درد له کبله ان کورتۍ نه‌شي اغوستی او د ډېر درد احساس کوي.

داوود کله چې په ماته ملا له ایرانه بېرته را ګرځي، شتمني یې یوازې هغه نمره ځمکه وه چې اوس یې پلورلې او پر پیسو یې څو ځله د خپلې ملا درملنې لپاره، هند او پاکستان ته تللی؛ خو دغو هڅو یې تراوسه پایله نه ده ورکړې.

داوود اوس فلج دی، خو پیغام یې هغو کسانو ته چې د نامنظمې کډوالۍ له لارې سفر کوي دا دی چې له دغه کاره تېر شي.

د فاریاب د کډوالو ریاست کې د بېرته راستنېدونکيو برخې مسوول محمد نسیم سلام‌وطندار ته وايي، اوس مهال فاریاب ولایت نه د نامنظمې کډوالۍ له لارې سفر د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، ایران کې د کورونا ویروس په پراخېدو سره، زیات شمېر افغان کډوال فاریاب ته تللي، خو دغه وضعیت سربېره هره ورځ افغانانو  نه ډک له څلورو تر پنځو پورې فلانکوچ موټر د نامنظمې کډوالۍ له لارې ایران ته ځي.

فاریاب ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر رییس ذبیح الله جواد سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د کډوالو قاچاق په سیستماټیک او ځنځیروي ډول ترسره کېږي او ان کډوال کس ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ځان په اړه پرېکړه ونیسي.

د هغه په وینا، قاچاق کوونکي انساني کرامت ته پام نه کوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

دا داسې مهال دی چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د روان ۲۰۲۰ میلادي کال له پیله د روانې مارچ میاشتې تر اتمې نېټې یوازې له ایران او پاکستان نه ۸۵ زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام