د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو پرون غرمه د کندهار په سپینبولدک کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې لګېدلې دروازې سره د لنډمهال لپاره جګړه وکړه.
د دې پېښې یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې یوه کس د اسلامي امارت ځواکونو په جامه کې پر پاکستانۍ ملېشو برید وکړ.
هغه زیاتوي: «د تېرې ورځې له سهار راهیسې دروازه په عادي ډول پرانېستې وه، خو وروسته جګړه وشوه. یوه کس د طالبانو په جامه کې پر پاکستاني پولیسو ډزې کړې وې چې یو کس یې وژلی و او څلور نور یې ټپیان کړي وو. وروسته بیا ولسوال، امنیه قوماندان او کمیسار له پاکستاني لوري سره پر خبرو بوخت شول چې یاد کس به یا په لاس ورکوي او یا به یې خپله محاکمه کوي.»
بلهخوا پاکستاني لوري یوه ویډیو خپره کړې چې پهکې لیدل کېږي یو افغان په یاده دروازه کې پر پاکستاني ملېشو مخامخ ډزې کوي او چپه کوي یې.
اوس چې له پرون راهیسې په سپینبولدک کې پر ډیورنډ فرضي کرښې درېدلې دروازه تړل شوې، د دروازې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر چې ښځې او ماشومان، په تېره ناروغان هم پهکې دي، د دې دروازې پرانېستل کېدو ته شېبې شمېري.
دوی وايي، په سیمه کې د اوسېدو مناسب ځایونه نشته او که پیدا یې هم کړي، د یوې شپې پر سر ترې زرګونه افغانۍ اخلي.
اغامحمد چې مور یې ناروغه ده او غواړي پاکستان ته یې بوځي، له پرون راهیسې په وېش بازار کې د بولدک دروازې پرانېستو ته په تمه دی. هغه وايي: «زه له پرون ماښام راهیسې په تمه یم. ویزه او پاسپورټ لرم، ناروغان راسره دي او پیسې هم کمې دي. دلته په ډېر ستړي حالت کې یوو، حیران یوو چې څه وکړو.»
د روزګان اوسېدونکي زروليخان او اکبر چې له پرون راهیسې په یاده دروازه کې بند پاتې دي وايي، له سخت کړاو سره مخامخ دي. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې له پاکستاني لوري سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي، څو یاده دروازه پرانېستل شي.
«له ما سره ښځې او کوچنیان دي. مور مې هم راسره ده، ناروغه ده. زه روزګان راغلی یم. بېګاه دلته باران هم وشو. که لاره خلاصه نهشي، ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو.» «دلته پرون راغلي یوو، لاره بنده ده. پرون جګړه وشوه، له موږ سره ناروغان دي. نه پوهېږو دا به کله خلاصېږي.»
موږ وغوښتل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د کندهار د والي ویاند عطاالله زید وايي، له پرون راهیسې یې پاکستاني لوري سره د خبرو او دروازې پرانېستلو هڅه کړې، خو په وینا یې، تر اوسه یې کومه پایله نهده لرلې.
کندهار کې د سپینبولدک او چمن پر دروازه د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ وسلهوالې نښتې کومه نوې خبره نهده، بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته پېښې شوي او نه یوازې دواړو لوریو ته یې درنه مرګژوبله اړولې، بلکې له کبله یې په ورځو ورځو یاده لاره تړل شوې او بیه یې پاکستان کې افغان کډوالو هم پرې کړې ده.