د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې پاکستان ته د افغان پلاوي په وروستيو سفر کې پر یوشمېر سوداګریزو مسایلو هوکړې شوي چې په وینا یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هغه په خبره، افغان ټرانسپورټ اوس کولای شي تر واګې او کراچۍ بندرونو پورې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد وکړي. عزیزي زیاتوي، د ځینو افغاني توکو تعرفې بښل شوي او د ځینو نورو بیې را ټیټې شوې دي. نوموړی وايي، افغان سوداګر به د هندوستان له لوري زرګونه ټنه مرسته شوي غنم به هم د پاکستان له لارې هېواد ته راوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاډ ورکوي چې له پاکستان سره یې د سوداګرۍ په برخه کې ۸۰ سلنه ستونزې حل کړي او پاتې نورې به هم حل کړي چې په خبره یې، د دواړو لوریو ګډ کمېسیون به د دغو چارو څارنه کوي.

په همدې حال کې پاکستان ته د تللي پلاوی غړی او د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمدیونس مومند هم وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې د دواړو لوریو د سوداګرو په ګټه وې.

هغه وايي، د دواړو خواوو د هوکړو له مخې، افغانستان به پر یوه نښلوونکي هېواد بدل شي او ګټه یې هم مرکزي او سوېلي اسیا ته رسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې مخکې به وخت ناوخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ستونزې رامنځته کېدې او انګېرنې هم دا وې چې پاکستاني چارواکي سوداګریز مسایل له سیاسي ستونزو سره تړي. د تېرو افغان حکومتونو چارواکو هم په وار وار له پاکستاني لوري سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې هوکړې کولې، خو یوه یې هم په بشپړه توګه نه عملي کېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام