د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کندهار په سپین‌بولدګ کې له پاکستاني لوري سره نښته شوې ده. ښاغلي مجاهد پاکستاني لوری د جګړې په پیلولو تورن کړی دی.

هغه لیکلي: «د کندهار په سپین‌بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پېښه شوې چې متاسفانه لومړی ډزې د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي.»

هغه ویلي، اوس «حالات کابو» شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه به بشپړه پلټنه وشي چې دا «پیښه ولې رامنځته شوې» ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ځینو سرچینو په وینا، په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

خو یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په جګړه کې درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. سرچینې ویلي چې په دغو وژلو شویو او ټپیانو کې د اسلامي امارت ځواکونه هم شامل دي.

خو پاکستاني لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي د نښتې له امله د سپین بولدک – چمن دروازه هم د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې جګړې څرنګوالي او تلفاتو په اړه تراوسه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام