یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي، پاکستاني ځواکونو نن غوښتل د سپین بولدک ولسوالي له لقمان کلي سره اغزن تار وغځوي، خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې او د دواړو ترمنځ نښته هم شوې ده.

سرچینه وايي، پاکستاني ځواکونه له دوو ورځو راهیسې هڅه کوي چې په سیمه کې اغزن تار وغځوي، خو دوی لومړی خبرداری ورکړ او بیا یې پر وړاندې ودرېدل.

دغه امنیتي سرچینه زیاتوي، د دواړو لوریو ترمنځ څو ګړۍ سپکې ډزې شوي او اوس جګړه درېدلې ده، خو په وینا یې، په سنګرونو کې ګوته پر ماشه ناست دي.

په ورته وخت کې د سپين بولدک لویه لاره هم تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده. محمد حسین چې نن یې غوښتل خپله ناروغه مېرمن کوټې ښار ته بوځي، اوس په سپین بولدک کې د لارې پرانېستل کېدو ته په تمه دی.

هغه وايي، یوازی دی نه، بلکې سلګونه نور کسان چې ښځې، ماشومان، نارینه، سپین‌ږیري او ناروغان په‌کې شامل دي، د لارې تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

هره ورځ سلګونه کسان د سپین بولدک له لارې دواړو خواوو ته تګ‌راتګ کوي. د معلوماتو له مخې، یوازې په روژه کې دا درېیم ځل دی چې پاکستاني پولیس په یاده سیمه کې د اغزن تار غځولو هڅه کوي، خو نه بریالي کېږي.

پاکستانيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام