د کندهار  ولایت اړوند د سپين بولدک ولسوالي اوسېدونکي وایي چې په وروستیو څو ورځو کې وسله‌والو طالبانو په دغه ولسوالي کې د شپې له‌خوا خلک له کورونو راباسي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته بیايي چې تراوسه یې د یو‌شمېر مړي پیدا شوي او ګڼ‌شمېر یې نادرکه دي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وایي، له کلنه چې دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې، په دغه ولسوالي کې د طالبانو له لوري نږدې ۳۰۰کسان له کورونو اېستل شوي چې د یو‌شمېر کسانو مړي یې موندل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه زیاتوي چې طالبانو له ځان سره بېولي ځینې کسان وژلي او د ګڼ‌شمېر کسانو برخلیک نه دی معلوم.

د کندهار د ولایتي شورا غړی فدا محمد افغان چې درې ورځې مخکې یې د شاه محمود او محمد خان په نومونو دوه زامن په سپین بولدک کې ناڅرګنده کسانو ووژل، وایي چې شل وسله‌وال په دوو موټرو کې د شپې له‌خوا د ده کور ته ورغلي او د ده زامن یې لومړۍ له کوره اېستلي او بیا یې وژلي دي.



په همدې حال کې نوموړی وایي چې وسله‌والو طالبانو په سپین بولدک کې قتل عام پیل کړی او هره ورځ په یوه او بل نوم له کورونو څخه ځوانان راباسي چې وروسته یې مړي پیدا شي او یا هم تري تم شي.

په ورته مهال د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې دا خبره رد کړې چې ګواکې طالبان په سپین بولدک کې حکومت پلوه خلک په نښه کوي.

مجاهد د کندهار د ولایتي شورا د غړي د دوو زامنو د وژنې قضیه شخصي دښمني بللې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي او د پېښې قاتلان به ډېر ژر ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي سربېره یو‌شمېر هغه ولسوالۍ چې د طالبانو له لوري نیول شوي، اوسېدونکي یې ادعا کوي چې د دغو  ولسوالیو اوسېدونکي له کورونو اېستل کېږي او وروسته یې جسدونه پیدا کېږي.

په همدې حال کې د کندهار یو‌شمېر اوسېدونکي وایي چې دې پېښې سخت وېرولي او له نړیوالې ټولنې او بشرحقونو  غواړي چې په دې برخه کې جدي پلټنې وکړي او د دغو وژنو مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام