د کندهار والي روح‌الله خانزاده او امنیه قوماندان محمدسالم احساس چې د جګړې په ډګر کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، وسله‌وال طالبان یې چې د کندهار ښار او محبس د نیولو په موخه یې برید کړی و، له ښاره شړلي دي.

دوی کندهاریانو ته ډاډ ورکوي چې طالبان به نه یوازې ښار ته ترې را دننه نه شي، بلکې په ولسوالیو کې به یې هم وځپي. د کندهار والي ټینګار کوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره همغږۍ د خلکو او هېواد دفاع ته چمتووالی لري او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې امنیت ګډوډ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر وسله‌والو طالبانو نن سهار د ښار د کمربند ځینې پوستې ماتې او ښار ته ننوتل، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې پر وړاندې لاس په‌کار شول او ډېر ژر یې پر شا وتمبول.

ویل کېږي په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې، خو تر اوسه یې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه ورځ د بادغېس پر مرکز قلعه‌نو ښار هم ډله‌ييز برید وکړ او ښار ته دننه شول، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې پر وړاندې مقاومت وکړ او بېرته یې واېستل.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو په قلعه‌نو کې ۶۹ طالبان وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي هم دي. دغه راز، په دې جګړه کې دوه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام