د کندهار چارواکي: طالبان مو پر شا تمبولي

د کندهار والي روح‌الله خانزاده او امنیه قوماندان محمدسالم احساس چې د جګړې په ډګر کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، وسله‌وال طالبان یې چې د کندهار ښار او محبس د نیولو په موخه یې برید کړی و، له ښاره شړلي دي.

جو بایډن: افغان حکومت سقوط نه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې افغان حکومت سقوط نه کوي او له ځواکونو نیولې تر تجهیزاتو د نظام ساتنې لپاره ټول لازم ظرفیتونه لري. بایډن دا څرګندونې بېګاه په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې افغان حکومت ۳۰۰ زره مجهز وسله‌وال ځواک لري او د طالب جنګیالیو شمېر هم ۷۵ زرو ته رسېږي.