د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنه چې په شمالي ولایتونو کې د تېلو او نفتي توکو سوداګرو څخه جوړه ده او په دغه ولایتونو کې د تېلو او سوند توکو پر کاروبار بوخت دي، وايي چې د بانکي سیستم د پاشلو له امله دغه ټولنه د له منځه تلو په حال کې ده.

د اقينې بندر د تېلو پلورونکو ټولنې رییس الله‌داد معلم وایي چې د هېواد اوسني وضعیت ګڼو سوداګرو ته زیان رسولی. د نوموړي په وینا، فزیکي پیسو ته د سوداګرو نه لاسرسی، د بانکي سیستم خرابوالی او د سوداګرو د پیسو تړل پاتې کېدل، د دې لامل شوي چې د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنې فعالیتونه په‌نشت حساب کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقینې بندر د تېلو پلورونکو د ټولنې رییس زیاتوي چې په تېر کې به یې هره ورځ  ۲۰ موټره تېل په شمالي ولایتونو کې وېشل، خو دغه شمېر اوس ۵ موټرو ته راښکته شوی.

د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنې دوه غړي محمد شارق او محمد‌نصیر وایي، د یادې ټولنې د فعالیتونو د درېدو یو بل لامل په خوندي توګه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د پیسو لېږد دی. د دوی په وینا، په بازارونو کې د سوند توکو د بیو لوړېدل، په بانکونو کې د پیسو تړل پاتې کېدل او د وارداتو کمښت نور هغه عوامل دی چې دغه ټولنه یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړې ده.

په اقینې بندر کې د سوند توکو عمومي مدیر محمد‌الله د یاد بندر د تېلو پلورونکو د ټولنې ستونزې مني او وایي چې دغه چاره د بانکونو پاشلی سیستم او په ټوله کې د وارداتو د کمښت له امله رامنځ ته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې ټولو سره په اقینې بندر کې د سوند توکو د مدیریت مسوولان وایي چې هره ورځ د سوداګرو ۷۰۰ ټُنه سوداګریز توکي له دغه بندر څخه هېواد ته را واردېږي او دوی هیله‌مند دي چې په راتلونکي کې به د سوداګرو ستونزې هوارې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام