ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې د افغان سولې بهیر په اړه د روان فرصت هرکلی وکړي او سولې ته دې غاړه کېږدي. ولسمشر غني نن د کوچني اختر له لمانځه وروسته وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د سولې ټینګښت لپاره ستر فرصت رامنځته شوی او له طالبان باید له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او سوله وکړي.

ولسمشر غني وویل، د طالبانو لپاره د ولس او جمهوریت غېږه خلاصه ده او دا ډله دې هم د ټولنې بېلابېلو پوړونو ته درناوی وکړي. ولسمشر ټینګار وکړ چې د رښتینو خبرو اترو او د افغانستان ۴۱ کلن کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې لویه جرګه کې ګډون وکړي.

ولسمشر غني وویل: «طالبانو ته وایم چې تر دې ښه فرصت به لاس ته در نه شي، دا ستاسو تر ټولو لوی فرصت دی. ټولې کیسې ختمې شوې، بهرني ځواکونه ووتل او د افغانستان خلک د سولې لپاره پر اجماع جوړولو بوخت دي. افغانانو درته غېږ خلاصه کړې چې راشئ. د ولس او جمهوریت غېږه ډېره پراخه ده.»

سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د سیاسي اجماع جوړېدو په اړه ډاډ ورکړ او طالبانو ته یې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او بلکې په تفاهم او سیاسي جوړجاړي سولې ته رسېدای شو.

 ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته د خپل سفر پر مهال په روښانه ټکو ورته ویلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت بیا را ژوندي کول د پاکستان په ګټه نه دي.

ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو وتل، د هېواد په تاریخ کې یو ستر فرصت وباله او ویې ویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به په بشپړه او هراړخیزه توګه ملي حاکمیت پر پښو ودرېږي.



هغه وویل: «ډاډ ولرئ چې نړیواله همکاري او مرستې به په سمه او اغېزناکه توګه تنطیم شي. ډېر ژر به تاسو د افغان سولې په اړه د یوې سیمه‌ییزې اجماع شاهدان واوسئ.»

ولسمشر وړاندې وویل چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د یوه فرصت له وره ګوري او افغانستان کې سوله او ټيکاو په سیمه کې د ثبات او سولې په مانا ده.

بله‌خوا ولسمشر غني په هېواد کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې په اړه خبرداری ورکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د کوچني اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته پام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام