په کندهار کې د غنمو د ترېشل ماشينونو جوړولو دوه کارخونې فعاليت کوي چې په دې سره هېواد ته د ترېشل ماشینونو د واردېدو مخه نیول شوې ده. د کندهار د صنعتي پارک امر مفتي عليمحمد وايي، په دغه ولایت کې د ترېشل ماشينونو د دوو کارخونو په فعالیت سره د ترېشل ماشینونو پېرلو لپاره نورو هېوادونو ته د لسګونه ميليونه افغانیو د تلو مخه نیول شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «موږ په صنعتي پارک کې د ترېشل ماشینونو دوه کارخونې لرو. دا کارخونې د کال ۹۰۰ ترېشله توليدوي. یو ماشین په یو میلیون کلدارې دی. دا مو بهر ته د ۹۰۰ میلیونه کلدارو د وتلو مخه نیولې. دا پیسې مو کرنې برخې ته ځي یا صنعتکارانو ته پاتې کېږي.»
د کندهار په صنعتي پارک کې د غنمو د ترېشل ماشینونو د جوړولو یوې کارخونې مسوول عبدالباقي سلاموطندار ته ویلي چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د کندهار په صنعتي پارک کې فعاليت کوي او دې موده کې یې له ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه د واردېدونکو ترېشل ماشینونو مخه نیولې ده.
هغه وايي، د ورځې تر څلورو پورې د ترېشل ماشینونه جوړوي او د غنمو حاصلاتو رسېدو پر مهال بیا میاشت کې تر ۲۴۰ پورې د ترېشل ماشینونه جوړوي چې په خبره یې، کیفیت یې له بهر څخه د واردېدونکو هغو په پرتله څو برابره ښه دی. نوموړی زیاتوي چې اوس نږدې ۳۴ ولايتونو ته په لوړ کيفيت د ترېشل ماشينونه صادروي.
په ورته وخت کې د ترېشل جوړولو کارخونې یوشمېر کارکوونکي له نورو پانګهوالو او سوداګرو غواړي چې په هېواد کې د ورته کارخونو په جوړولو سره بهر ته د ځوانانو د تګ مخه ونيسي.
دغه ځوانان له حکومت څخه هم غواړي چې افغانستان کې د ورته کارخونو ملاتړ وکړي. د ترېشل جوړولو د یوې کارخونې کارکوونکي عبدالحليم او عبدالجبار وايي:
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
«مخکې چې وزګاره وم، ستونزې مې ډېرې وې. د وطن له نورو سوداګرو څخه مې غوښتنه دا ده چې دا ډول کارخونې برابرې کړي، څو افغان ځوانان دلته پر کار شي او د نورو هېوادونو له مسافريو خلاص شي.»
«غوښتنه مي دا ده چې نورې داسې کارخونې دې هم جوړې شي، څو وزګاره ځوانان په هېواد کې بوخت شي او کار پر مخ يوسي. هېواد مو پرمختګ وکړي، کار به مو هم پر مخ ولاړ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هېواد ته له پاکستان، ايران او هند څخه د ترېشل ماشينونه واردېدل چې خلکو به یې وختناوخت د لوړې بیې او ناسم کیفیت په اړه شکایتونه کول.