په کندهار کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ سختې جګړې او د ګڼو ولسوالیو له سقوط وروسته نن د کندهار والي روح‌الله خانزاده په دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، له تېرو  ۱۸ کالو راهیسې دغه ولایت کې امنیتي ادارې په قومونو پوري تړلي وې او لاهم تړلي دي.

هغه وویل، د ګڼ‌شمېر هغو کسانو په اړه يې دوسيې او معلومات راغونډ کړي چي کندهار يې دغه حالت ته رسولی دی.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی وايي، داسې موارد هم شته چې په یو ټیلیفون ځینې ولسوالۍ طالبانو ته تسلیم شوي او یو‌شمېر سیمو څخه له تېرو څلورو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونه په دې پلمه اېستل شوي چې طالبان برید کوي، خو تراوسه طالبان نه ‌دي ورغلي.

هغه ټینګار وکړ چی کندهار هېڅ وخت نظامي سقوط نه‌کوي، خو ځیني کړۍ شته چې له یوې مخې کندهار سیاسي سقوط کړي.

هغه زیاته کړه: «کندهار نظامی سقوط نه دی کړی، دا یو سیاسي سقوط دی، ځکه په یوه ټلیفون ټوله ولسوالي وسله والو طالبانو ته خوشي سوې ده. که چیري دا نظامي سقوط وي نو بیا ولي پولیس مرګ ژوبله نه لري؟ په زرهاو عسکر تللي دي پر کور کښېناستلي دي. ماته داسي ځایونه او پوستې رامعلومي دي، چي څلور ورځی کېږي خوشي شوي دي، مګر تراوسه طالبان نه دي ورغلي. په یو ټلیفون پنځوس پوستې لاهم خوشي شوي او دا د هغو مشرانو کار دی چي په کابل کي ناست دي.»



د کندهار د والي په خبره چې ډېر ژر به ځايي ادارو کې د دغو کړیو چې د ولسوالیو سیاسي سقوط کې لاس لري، دوسیې افشا کړي.

په ورته مهال په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو درېو استازیو، ګل احمد کمین، سیداحمد سیلاب او مقتدا اغا هم د دغه ولایت اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله.

دوی وویل، هڅه کوي جګړه له کورونو څخه بهر کړي او د بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی ګل‌احمد کمین وايي: «زموږ ډېر ټینګار پر دې دی چي د جګړې قانون ته خصوصا په کندهار کي درناوی وشي. دواړه غاړې باید دا قانون مراعت کړي چي هغه د ملکي تلفاتو مخنیوی دی، د خلکو له کورونو څخه د سنګرونو استفاده ده او ترڅنګ اخته یو چي څنګه جګړه راکمه کړو چي ملکي تلفات ودریږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کندهار ترینګلي وضعیت په اړه دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د میرویس حوزوي روغتون کې یوه سرچینه وايي، د کندهار ښار بېلابېلو سیمو کې هره ورځ د جګړو له کبله لسګونه جسدونه او ټپيان میرویس حوزوی روغتون ته ور وړل کيږي چې ګڼ‌شمېر يې ښځې او ماشومان دي.

همدارنګه د کندهارښار دننه څه باندې یوه اوونۍ کې تر ۶ زره زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوي او بد وضعیت کې ژوند کوي.

دا داسې مهال دی چې تازه د کندهار ډنډ ولسوالي له اوږدې محاصرې وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلي او ژېړۍ ولسوالي هم تر سختې کلابندۍ لاندې ده.

له دې سره هم‌مهاله د کندهار په بېلابیلو سیمو کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي. خو یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي،  وايي چې بېګاه شپه يې د کندهار ښار نهمه ناحيه کې عملیات کړي چې د یوه استخباراتي قومندان په ګډون ۳۷ وسله‌وال په کې وژل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام