کندهار کې هغه ښځې چې د خپلو خاوندانو له‌خوا پر نشه‌يي توکو روږدي شوي، وايي چې اوس يې ژوند له سختو کړاوونو ډک دی. دغو مېرمنو سلام‌‌وطندار ته ویلي، وېره لري چې اولادونه به يې هم پر دغه ناوړه نشه اخته شي.

۴۰کلنه بي‌بي‌ عایشه وايي، ۲۰ کاله کېږي چې واده یې کړی او اته اولادونه لري. نوموړې وايي، لس کاله وړاندې یې هغه مهال د نشه‌يي توکو کارول پیل کړل چې کله یې خاوند مسافر شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

بي‌بي‌ عایشه زیاتوي لومړی یې هڅه کوله چې خپل خاوند هم له نشه‌يي توکو راوګرځوي، خو بخت دا هم پر نشو واړوله.

هغې وویل: «ايران ته تللی و، کله چې راغی، روږدی شوی و. هر څه مو وکړل چې نشه‌ پرېږدي ونه شول. ماته يې ویل چي دا ډېر ښه خوند کوي، ته يې کش کړه ما چې یو دود کش کړ، تراوسه يې معتاده یم.»

بي‌بي عايشه چې هېواد کې تر سياسي بدلون وروسته یې ۳ میاشتې د نشه‌يي توکو کارول بند کړي و، وايي، له دې امله چې اوس ورته د هېرووینو پیدا کول ستونزمن دي، د تاریاکو کارول یې پیل کړي دي.

د بي‌بي عايشې خاوند خان‌محمد وايي، د نشه‌يي توکو کارول یې ۲۰ کاله وړاندې ايران کي پیل کړل او کله چې هېواد ته ستون شو، خپله مېرمن یې هم پرې روږدې کړه.

خان‌محمد څو ځله د نشه‌يي توکو کارول بند کړي، خو وايي چې د نشه‌يي توکو د پلورونکو زیاتوالي او نشه‌يي توکو ته د اسانه لاسرسي په دلیل یې بیا پیل کړي دي.

نازدانه د کندهار بله اوسېدونکې ده او وايي، هغې او خاوند یې تیرو لسو کلونو راهیسې نشه‌يي توکي کارول او اوس خپلو ۷ اولادونو سره په ډېر سخت حالت کي ژوند کوي.

نوموړې وویل: «خاوند مي په زوره راباندې نشه شروع کړه. په کور کي به يې څښول، زه هم ورسره روږدې شوم. کله چي مې سړی بندي شو، څوک نه وو چي راته یې راوړي و. نو راسره پاتې شول، خو په ډېر تکلیف.»

د بي‌بي‌عایشې او نازدانې په څېر سلګونه نورې ښځې هم شته چې د نشه‌يي توکو کارولو یې ژوند له ستونزمن ډک کړی، خو د اسلامي امارت په واکنمېدو سره کندهار کې د ښځينه معتادینو د یوازیني روغتون فعالیت په ټپه درېدلی.

د دې روغتون مسووله ډاکټرې فاطمې عظیمي سلام‌‌وطندار ته وويل: «لس میاشتې مو کار وکړ، کور په کور وګرځېدو او مریضان مو پیدا کول، خو له بده مرغه زموږ پرسونل ته د یوې میاشتي معاش هم ندی ورکړل شوی.»

ډاکټر فاطمه وايي، د کاري مودې په جریان کي يې ۳۱ ښځې تر درملنې لاندې وې او تر ۲سوه پورې نورې یې هم مشخصې کړې وې. د هغې په خبره، کندهار کې ښځينه معتاديني ډېرې دي او باید هرڅه ژر يې د درملنې دغه مرکز پرانیستل شي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د نشه‌یي توکو د کنټرول ادارې مدیر سردارولي زیشان سلام‌وطندار ته وويل، دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ۱۲۰ زرو ته رسیږي، خو د درملنې لپاره یې مجهز روغتون او پوره امکانات نشته.

نوموړي وویل: «دامهال په مرکزي محبس کې ۱۱ سوه معتادین ساتل کېږي چې په دوی کې ۴ ماشومان او اته ښځې دي. سل نور معتادین بیا په شخصي کلینیکونو کې تداوي کېږي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کندهار کې په نشه‌یي توکي روږدي کسان د درملنې لپاره د مجهز روغتون جوړولو غوښتنه کوي، څو په دوامداره توګه یې درملنه وشي او ټولنه کې د سالمو انسانانو په څېر ژوند وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام