Asset 1SWN

کندهار کې د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

د راپور تصويرونه (2)

په کندهار کي د یوه خیریه بنسټ له لوري د لسګونه بې‌وزله جوړو «نجونو او هلکانو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د دې بنسټ د مسوولانو په وینا، دغه ډله‌ییز واده چې د پنځوس «۵۰» بې‌وزله جوړو «ناوې او زوم» لپاره نیول شوی وو، نن سه‌شنبه د کب نهمه کندهار کې ترسره شو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې بنسټ مشر سېداحمد سېلاب وايي چي په دغه ډله‌ییز واده کې داسې ځوانان هم شامل دي چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې یې کوژدې کړې وې، خو د بې‌وزلۍ له امله یې د واده توان نه درلود.

د سېلاب خیریه بنسټ مشر زیاته کړه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ډله‌ییزو ودونو له ترسر کېدو موخه د لوړ ولور سره مبارزه او د بې‌وزله او یتیمانو لاسنیوی دی.

په ورته مهال یو‌شمېر دیني عالمان وايي چې ټولنه کې باید د ناوړه دودونو مخه ونیول شي او په وینا یې، د یادو دودونو مخه باید ونیول شي.

دیني عالم  مدثر‌احمد رحماني د ډله‌ییزو ودونو څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه شان ودونه د ناوړه دودونو د مخنیوي برخه کې ګټور تمامېږي او د بې‌ځایه لګښتونو مخه  نیسي.

نوموړي وویل: «زموږ ټولنه کي دغه بې‌ځایه مصارف په خاص ډول په ودونو کي خورا زیات وي، نو د دغه اصراف او بې‌ځایه لګښتونو د مخنیوي لپاره دا یو بهترینه کړنه ده.»

د یاد ډله‌ییز واده یو‌شمېر زومانو له سېلاب خیریه بنسټ څخه مننه وکړه چې دوی ته د واده مراسم برابر کړي دي. د دوی په وینا: «د بې‌وزلۍ له امله مو ودونه کلونه کلونه پاتې و او له سېلاب خیریه بنسټ څخه مننه چې دغه مراسم یې راته برابر کړل.»

دغه ډله‌ییز واده داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې یاد خیریه بنسټ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم بې‌وزله ځوانانو ته د ډله‌ییز واده مراسم نیولي وو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه ډله‌ییز واده کې هرې جوړې «ناوې او زوم» ته د کور وسایل، د واده موټر او نور توکي هم په وړیا توګه چمتو او ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام