خوست کې یوه خیریه بنسټ ۳۰ جوړو ته ډله‌ييز واده وکړ

په خوست کې د «ګل‌اغا پرواني خيريه بنسټ» له‌خوا ۳۰ جوړو ته د ډله‌ييز واده مراسم جوړ شول. د دغه بنسټ مسوولان وايي، نن سه‌شنبه یې د هغو ۳۰ جوړو لپاره د ډله‌يیز واده مراسم برابر کړل چې بې‌وسه وو او له کلونو راهیسې یې د واده لګښت نه شوای پوره کولای.

کندهار کې د ۵۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

په کندهار کي د یوه خیریه بنسټ له لوري د لسګونه بې‌وزله جوړو «نجونو او هلکانو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د دې بنسټ د مسوولانو په وینا، دغه ډله‌ییز واده چې د پنځوس «۵۰» بې‌وزله جوړو «ناوې او زوم» لپاره نیول شوی وو، نن سه‌شنبه د کب نهمه کندهار کې ترسره شو.

کابل کې ۵۰ یتیمان د موبایل جوړونې له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

کابل کې شاوخوا ۵۰ یتیمان چې د یوه خیریه بنسټ له لوري ورته د موبایل جوړونې برخه کې د څلورمیاشتنیو مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې وې، فارغ شول.
د دغه خیریه بنسټ رییس جاوید ابراهیمي وایي، د دغو یتیمانو د روزلو موخه یې پر خپلو پښو د هغوی درېدل او پر ځان بسیاینه ده.

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ پر ۱۵۰ بې‌وزله مېرمنو د خیاطۍ وسایل ووېشل

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بې‌وزله او د کورنۍ سرپرست نه‌لري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.